رېچارډ بېنېټ: د عامو خلکو پر وړاندې د طالبانو سزاګانې د توجیه وړ نه دي
د ملګرو ملتونو کارپوهانو او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د عامو خلکو پر وړاندې د اعدام او دورو وهلو سزاګانې غندلي او له دغه ډلې یې غوښتي چې زر تر زره دغه سزګانې ودروي.
طالبانو په دې ورستیو کې د عامو خلکو پر وړاندې اعدامونه او په دورو وهلو سزګانې زیاتې کړي دي. تېره ورځ په روزګان ولایت کې هم ۱۵ کسان د غلا او زنا په تور په دورو وهل شوي دي.
د ملګرو ملتونو کارپوهانو د طالبانو دغه سزاګانو ته په غبرګون پر اېکس له دغه ډلې غوښتي چې د عامو خلکو پر وړاندې اعدامونه او په دورو وهلو سزګانې ودروي.
دوی لیکلي: « وروسته له هغه چې تېره اونۍ په یوه ورځ کې څلور اعدامونه د عامو خلکو پر وړاندې ترسره شول، د ملګرو ملتونو کارپوهان له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې د ټولو غیر انساني سزاګانو، په شمول د اعدام او بدني سزاګانې، سمدلاسه ودروي.»
همدا ډول د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم پر اېکس د کاپوهانو دغه غږ بدرګه کړی او لیکلي يې دي چې دغه سزګانې د توجیه وړ نه دي.
نوموړي لیکلي: «د ملګرو ملتونو د نورو کارپوهانو سره یوځای، زه له طالبانو څخه غواړم چې سمدلاسه اعدام او بدني سزاګانې په شمول په درو وهل ودروي.
د راپورونو له مخې، په تېرو څلورو میاشتو کې طالبانو ۲۱۰ کسانو ته چې په بېلابېلو جرمونو تورن وو د عامو خلکو پر وړاندې سزاګانې ورکړي دي.
یاده دې وي چې نن پنجشنبه د اپرېل په ۱۷ نېټه د طاالبانو سترې محکمې یوه اعلامیه خپره کړې چې په کې راغلي د رزوګان ولایت د طالبانو ابتدایه ښاري محکمې پرون چهارشنبه پنځلس کسان د بېلابېلو جرمونو په تور د عامو خلکو پر وړاندې په دورو وهلي او د درې کلونو په تنفیذي بند یې محکوم کړي دي.
د طالبانو سترې محکمې په دغې خپرې شوې اعلامیه راغلي، چې دغه کسان یې د غلا او زنا په تور د عامو خلکو پر وړاندې په دورو وهلي دي.