په کابل کې د یوه بلوڅ ډاکټر وژل کېدل؛ طالبانو د پېښې د پټېدو هڅه وکړه
له پلازمېنې کابل څخه یوې ولسي سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړ، چې ناپېژاندو وسلهوالو په دغه ښار کې یو «بلوڅ» ډاکټر په ډژو وژلی دی.
سرچینه زیاتوي چې دا ډاکټر د چهارشنبې په سهار، شاوخوا ۸:۰۰ بجې د کابل ښار د پروان هوټل سیمې د «امام غزالي جامع جومات» په شپږمه کوڅه کې وژل شوی دی.
د ولسي سرچینې په وینا، طالب وسلهوالو د بلوڅ ډاکټر له وژل کېدو وروسته د دې پېښې او د هغه د جنازې مراسمو د پټېدو هڅه کړې ده.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو چاته اجازه نه ده ورکړې، چې د پېښې له حاله عکس یا ويډیو واخلي او په وینا یې، د دې ډلې ځواکونو لهخوا د هغو کسانو کمرې او ټېلیفونونه هم مات شوي چې د پېښې له سیمې یې عکسونه او ویډیوګانې اخیستې وې.
سرچینې د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه هم تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه ویلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان په وار-وار په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو وخت ناوخت په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې هېوادوال د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل کېږي.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم د کابل طبي پوهنتون استاد او د میوند کادري روغتون د جلدي څانګې مشر پوهنوال ډاکټر غفار همدرد د ۱۴۰۲ کال په مرغومې میاشت کې د کارته نو (رحمان مېنې) په سیمه کې د خپلې معاینهخونې مخې ته په ډژو وژل شوی و.