د ملګرو ملتونو استازی د افغان کډوالو د حالاتو ارزونې لپاره تورخم ته تللی

د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال تورخم ته تللی تر څو له پاکستان نه راستانه شویو افغان کډوالو وضعیت و ارزوي. د دغو کډوالو پر وړاندې د سرپناه نشتوالی، بې روزګاري او اړین خدمتونه تر ټولو لویې ننګونې ګڼل کېږي.

د چهارشنبې په ورځ د (وري ۲۷مه) د کډوالو چارو عالي کمیشنرۍ یو شمېر انځورونه خپاره کړي، چې ښيي ښاغلی جمال د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په تورخم ښارګوټي کې له ستنو شویو افغانانو سره لیدلي دي. 

د راپورونو له مخې، دا مهال د ستنو شویو افغانانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نغدي مرستو ورکولو پروګرامونه پیل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړی غړی داسې مهال تورخم ته سفر کوي، چې ویل کېږي د طالبانو له لوري ستنیدونکو افغان کډوالو کافي خدمتونه نه دي چمتو شوي او په موقتي ډول جوړ شوي استوګنیز کمپونه هم ورته بسنه نه کوي.

د کډوالو نړۍوال سازمان (IOM) ویلي، په تېرو دوو اونیو کې لږ تر لږه ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

یاد سازمان وايي، کډوال چې تورخم ته راځي «ستړي، ویریدلي او ډېر زیان‌ منونکي» حالت سره مخ وي او دا خلک بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

دغه سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دې بې غوري نه کوي.

افغان کډوال داسې مهال بېرته هېواد ته ستنېږي چې لا دمخه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان له ګڼو بشري او اقتصادي ناورینونو سره مخ دی.

د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو اندېښنه ښودلې، چې د دغو ستنیدونکو افغانانو سره به په هېواد کې د بې کارۍ کچه او لوږه خورا ډېره شي.

پاکستان د روان اپرېل میاشتې له پیله هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او ان د افغان وګړو تابعیت کارتونو لرونکي کسان هم له دغه هېواده ایستل کېږي.

اټکل کیږي چې نږدې ۸ لکه افغان کډوال دا ډول کارتونه لري او په پاکستان کې ژوند کوي.