د اسراییل په تازه بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي دي
غزه کې روغتیايي سرچینو د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې ته ویلي، چې د چهارشنبې له سهاره تر دې دمه لږ تر لږه ۳۵ کسان پر غزه د اسراییل په تازه بریدونو کې وژل شوي دي. په دغو بریدونو کې د پخوا په څېر ولسي ځایونه په نښه شوي دي.
سرچینې وایي، چې دا تازه بریدونه ډېر ویجاړونکي دي او له تېرو څو ساعتونو راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو دوام لري.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د مارچ پر ۱۸مه، هغه مهال چې اسراییل اوربند مات کړ تر اوسه پورې نږدې ۵۰۰ زره کسان په غزه کې یا نوې بې ځایه شوي او یا دویم ځل له خپلو کورونو تښتېدلي دي.
د اسراییل د دفاع وزیر اسراییل کاتز ویلي، چې د دوی تګلاره روښانه ده او د غزې د محاصرې تر څنګ د بشري مرستو مخنېوي څخه پر حماس د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د غزې د روغتیا وزارت ویلي، چې د جګړې له پیله تر اوسه پورې لږ تر لږه ۵۱،۰۲۵ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۶،۴۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د غزې د حکومت د مطبوعاتي دفتر شمېره لا لوړه ښيي او وایي، چې له ۶۱،۷۰۰ ډېر کسان وژل شوي او زرګونه نور لا هم تر کنډوالو لاندې بند پاتې یا هم ورک دي.
له بلې خوا د حماس په مشرۍ د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر ۷مې برید کې لږ تر لږه ۱،۱۳۹ کسان په اسراییلو کې وژل شوي او له ۲۰۰ ډېر نور یرغمل شوي وو.
له دې سره هم مهاله د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ (PIJ) د فلسطیني بندیانو د ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې ده.
دوی ویلي، چې نړۍ په دوهګونې معیارونو عمل کوي. ویل شوي هغه کسان چې د په غزه کې د برمته شويو اسرایلیانو د خوشې کیدو خبره کوي، برعکس بیا د زرګونه فلسطیني زندانیانو په درد غلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لسګونو کلونو راهیسې د زرګونو فلسطیني بندیانو کړاو ته د نړۍ والې ټولنې چوپتیا د شرم وړ ده.
د بندیانو د حقونو ملاتړو ډلو په وینا، نږدې ۱۰ زره فلسطینیان دا مهال د اسراییل په زندانونو کې بنديان دي، چې ۳،۴۹۸ تنه یې پرته له محکمې یا رسمي تورونو د «اداري بند» تر نوم لاندې ساتل کېږي.
سرچینې زیاتوي چې شاوخوا ۴۰۰ ماشومان او نږدې ۳۰ ښځې هم د زندانیانو په منځ کې دي. له اکتوبر ۷مې راهیسې، نږدې ۲ زره فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
دغه راز ویل شوي چې ۶۳ زندانیان د شکنجې او طبي غفلت له امله په زندانونو کې مړه شوي دي.