د غزې د کړاو سمبول؛ د بېلاسو فلسطیني ماشوم انځور د روان کال غوره جایزه وګټله
د هغه فلسطیني ماشوم دردونکي انځور چې د غزې په تړانګه کې یې د اسراییلي پوځيانو د بریدونو په ترڅ کې دواړه لاسونه بایللي، د «ورلډ پرېس فوټو» نړۍوال بنسټ (World Press Photo) د روان ۲۰۲۵ کال د غوره انځور جایزه ترلاسه کړې ده.
د الجزیرې نړۍوالې ټلوېزیونې شبکې د راپور پر بنسټ، دا عکس په قطر کې د مېشتې فلسطینۍ انځور اخیستونکې، سمر ابو العوف لهلوري اخیستل شوی او د «محمود اجور» په نوم د یو نهه کلن جګړهځپلي فلسطیني ماشوم د ژوند ژور درد او کړاو انعکاسوي.
د یاد اژانس په راپور کې راغلي، چې دا ماشوم د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د اسراييلي پوځ له هوايي برید څخه د تېښتې پرمهال په نښه شوی او په پایله کې یې دواړه لاسونه پرې شوي دي.
د محمود عکس چې د امریکا متحدهایالاتو مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز ته اخیستل شوی، په پراخه کچه یې ستاینه شوې او دا عکس د سیالۍ داورانو د «عاطفي ځواک، مستند روایت او تاریخي ارزښت» لپاره غوره کړی دی.
سمر ابو العوف وايي چې دا عکس يوازې د يو خبري راپور په توګه نه، بلکې د فلسطيني ولس د زړونو چیغه او فرياد دی چې غواړي نړۍ ته یې ورسوي.د «محمود ارامه خو، دردمنه څېره اوس د غزې د ماشومانو د کړاو سمبول ګرځېدلی دی.»
سږکال له ټولې نړۍ څخه تر ۵۹ زرو ډېر عکسونه سیالۍ ته وړاندې شوي وو. د محمود له عکس سره یوځای د امریکا په پوله کې د چینایي کډوالو او په امازون کې د اقلیمي بدلون عکسونه هم غوره شوي وو، خو د فلسطیني ماشوم انځور د غوره ګټونکي په توګه انتخاب شوی دی.
په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د حماس لهخوا پر اسراییل تر برید وروسته پیل شوې، له ۵۱ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېری یې ماشومان او مېرمنې دي. دا عکس اوس د عصري پېړۍ د یوې ترټولو ترخې غمېزې د تاریخي سند په توګه پېژندل کېږي.