د جرمني زرغون ګوند یو جګپوړی غړی: د افغانانو د انتقال پروګرام بندول بشردوستي قرباني کوي

د جرمني د زرغون ګوند یو جګپوړی سیاستوال کونستانتین فون نوتڅ دغه هېواد ته د افغان کډوالو د لېږدونې دفاع وکړه او ویې ویل، چې یاد پروګرام د قانوني، مدیریت شوي او د امنیت له پلوه ارزول شوي مهاجرت استازیتوب کوي.

فون نوتڅ د جرمني رسنیو ته وویل، چې که دا پروګرام له منځه یووړل شي، دا به په دې معنا وي، چې دولت عمداً خپلې ژمنې ماتوي او بشردوستي قرباني کوي.

د مېرکور د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه، « دا ډول ټرمپیزم باید په جرمني کې هېڅ ځای ونه لري».

ټرمپ په دې وروستیو کې پر کډوالو بندیزونه ډېر کړي او ګڼ پروګرامونه یې لغو کړي دي.

د چارشنبې په ورځ له ۱۳۸ افغانانو ډکه الوتکه د جرمني په لایپزیګ هوايي ډګر کې کښېناسته، خو پر وړاندې یې ګڼ غبرګونونه او نیوکې هم شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په نږدې ورځو کې دوه نورې الوتنې هم په پام کې لري.

د جرمني ځایي همکارانو د ملاتړ شبکې د دغو الوتنو هرکلی کړی دی. د دې پروژې یوه مسوول مارکوس کورچېک ار این ډي ته ویلي،«د اوسنۍ امنیتي ارزونې کچه ډېره لوړه شوې».

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، اوس هغو دوسیو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې د منلو ژمنه یې لا له مخکې ورکړل شوې. دا شاوخوا ۲۶۰۰ کسان دي.