د امریکا هوایي ځواکونو په یمن کې هغه بندر ویجاړ کړی چې حوثي وسله والو ترې ګټه پورته کوله
د متحده ایالاتو پوځ ویلي، امریکايي هوایي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ په یمن کې د راس عیسی د تېلو بندر ویجاړ کړی دی. د دوی په وینا له دغه بندر څخه د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي وسله والو ګټه پورته کوله.
امریکایي ځواکونو ویلي، چې په دغه بندر د برید موخه یې په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي وسله والو ته د اکمالاتو او بودیجې د یوې سرچینې پرېکول وو.
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) پر اېکس لیکلي: "د متحده ایالاتو ځواکونو د ایران په ملاتړ حوثي ترهګرو لپاره د تېلو د دې سرچینې د له مینځه وړو لپاره اقدام وکړ او دوی یې له غیرقانوني عاید څخه محروم کړل چې د ۱۰ کلونو راهیسې د ټولې سیمې د نا امنه کېدو لهپاره یې کاروه."
امریکایي ځواکونو په دې ورستیو کې په یمن کې د حوثي وسله والو پر ضد سخت اقدامات ترسره کړي.
تېره ورځ د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو لیکلي و، چې د حوثي وسلهوالو پر ضد یې پرېکړه پرېکنده ده.