فطرت د ډله ییز امنیت تړون سازمان ته: د افغانستان له خاورې هېچاته ګواښ نه شته

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ډله ییز امنیت تړون سازمان د سرمنشي ویاندې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او په دې تړاو هر ډول اندېښنې چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښيږي، بې ځایه دي.

تر دې وړاندې د ډله ییز امنیت تړون سازمان رسنیز دفتر ویلي و، چې د دغه سازمان غړي د افغانستان اوسني وضعیت او له شمالي ولایتونو د مخ په زیاتېدونکو ګواښونو په اړه اندېښمن دي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان ویاندې نتالیا خریتونوا د روسیې ایزویسټیا ورځپاڼې ته وویل: « موږ متحدین د افغانستان د وضعیت او د منځنۍ اسیا د ګاونډیو ولایتونو څخه د مخ په زیاتېدونکو ګواښونو په اړه اندېښنه لري.»
خو د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د دغه ډلې د ویاند مرستیال په حواله په خپل راپور کې لیکلي، چې د افغانستان خاوره هېچاته ګواښ نه ده.
اغلې نتالیا وړاندې ویلي و، چې افغانستان د سازمان لپاره «د ترهګرۍ، افراطیت او نشه‌یي توکو جرمونو پورې اړوند ننګونو سرچینه ده.»
خو ښاغلی فطرت بیا ټینګار کوي، چې طالبانو د امنیت ټینګښت او نشه‌یي توکو د قاچاق مخنیوي په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
نوموړی زیاتوي، چې د ګډو ننګونو په برخه کې باید ټول اړخونه خپل مسوولیت ادا کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو له هغې ډلې تاجکستان، پاکستان او ایران هم له دغه هېواده د شته ګواښونو له امله خپلې اندېښنې په ډاګه کړې وې.
خو طالبان بیا تل دغه ډول ادعاوې ردې کړې دي.