له زدهکړو محرومو زرګونو افغان نجونو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې
د بي بي سي انګریزي څانګې تازه په یوه راپور کې ویلي، نږدې درې کاله کېږي، چې طالبانو له شپږم ټولکي پورته د نجونو پر هر ډول زدهکړو بندیز لګولی، چې له امله یې دا مهال زرګونه نجونې او مېرمنې د غالۍ اوبدلو سخت او کم عایده کار ته اړې شوې دي.
د بي بي سي په دغه راپور کې راغلي، غالۍ اوبدل چې په افغانستان کې یو لرغونی دودیز کسب ګڼل کېږي، دا مهال د طالبانو تر واک لاندې د ډېرو محرومو ښځو او نجونو لپاره یوازینی موجود انتخاب دی.
د یادې رسنۍ خبریالان په کابل کې د غالۍ اوبدلو یو شمېر کارخونو ته ورغلي او له ځینو افغانو نجونو او ښځو سره یې مرکې کړې دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې د نجونو له ګنې ګوڼې ډکې په یوې کارخونه کې ۱۹کلنه صالحه حسیني هم کار کوي. هغې د یوې روغتیایي ډاکټرې د جوړیدو هیلې درلودې، خو اوس یې خپلې هیلې د قالینو په اوږدو تارونو کې تړلې دي. هغې ویلي: «له موږ د زده کړو حق واخیستل شو، له دې پرته بله لاره نه وه».
طالبانو د خپلې واکمنۍ د لومړۍ دورې په څېر دویم وار هم نجونې له زده کړو او ښځې د دولتي ادارو تر څنګ له شخصي کارونو څخه منعه کړې.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ښځو لپاره کاري فرصتونه په شدیده توګه کم شوي دي، خو غالۍ اوبدل لا هم د دوی پرمخ لږه پرانېستل شوې دروازه ده.
۹۰ سلنه غالۍ اوبدونکې ښځې
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، نږدې ۹۰ غالۍ اوبدونکې ښځې دي، چې د افغانستان دننه په دغه صنعت کې له یو میلیون څخه زیات کسان بوخت دي. دا صنعت که څه هم د افغانستان په اقتصاد کې رول لري، خو اصلي ګټه یې غالۍ اوبدونکو ته نه رسي.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، یوازې د ۲۰۲۴ کال په لومړۍ نیمايي کې تر ۲.۴ میلیونه کیلو ګرامه غالۍ له افغانستان نه بهر ته صادرې شوې، چې ارزښت یې ۸.۷ میلیونه ډالره ښودل شوی.
پاکستان، هند، امریکا، اتریش او نور هېوادونه د دې قالینونو پیرودونکي دي. خو غالۍ اوبدونکي وايي، که نرخونه هر څومره لوړ وي، دوی ته یوازې د ورځې یو ډالر یا ان تر دې هم کم مزد ورکول کېږي.
یو غالۍ اوبدونکی، چې نه یې نوم یاد شوی او نه یې مخ ښکارېږي وايي: «یو متر قالینه لږ تر لږه یو میاشت وخت غواړي، خو مزد یې ۲۷ څخه تر ۴۲ ډالرو پورې وي. دا کار یوازې د مجبورۍ له امله کوو، که چاره وای، بل کار به مو غوره کړی و.»
راپور وړاندې لیکلي، چې د کابل په دشت برچي په یوې کوچنۍ خونه کې یوه کورنۍ له خپلو څو تنو لوڼو سره خپل ژوند او ګډ کار کوي. ۲۲کلنې شکیلا هیله درلوده چې څارنواله شي.
راپور کاږي، چې د کابل دشت برچي کې شکیلا او د هغې کورنۍ په یوې کوچنۍ خونه کې له ژوند کولو سره سره د غالۍ اوبدلو کارخونه هم مخې ته وړي.
دغې ۲۲ کلنۍ نجلۍ هیلې درلودې چې وکیله شي، خو اوس له خپلو نورو خویندو سره غالۍ اوبدي.
د هغې خور سمیراه چې په ۲۰۲۱ کال کې پر یوه ښوونځي د برید پر مهال ژوندۍ پاتې شوې اوس له رواني ستونزو کړېږي، خو هیله لري چې یوه ورځ به بېرته د ښوونځي په دروازه ننوځي.
هغې بي بي سي ته ویلي: «طالبان وايي امنیت ښه شوی، خو مکتبونه لا هم بند دي. همدا لامل شو چې موږ کار پیل کړ».