ناڅرګندو وسله والو د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا وژلی
له کندهار څخه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې تېره شپه د دغه ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د یوه جومات ملا امام د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.
سرچینې وايي، د خاکریز ولسوالۍ په چهارسنګ سیمه کې د حافظ محب الله په نوم د جومات ملا امام د تومانچې په ډزو وژل شوی دی.
سرچینه وايي، حافظ محب الله له تېرو څو کلونو راهیسې د د خاکریز ولسوالۍ په چهارسنګ سیمه کې د یاد جومات امامت کاوه.
یوه بله سرچینه وايي، چې دغه ملا امام د ولسوالۍ له ځايي طالبانو سره فکري مخالفت درلود او د همدې مخالفت له امله د روژې په میاشت کې څو ځله ولسوالۍ ته ورغوښتل شوی و.
د کندهار امنیه قوماندانۍ د یادې پیښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو د کندهار د خاکریز ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې ځايي طالبانو د یاد امام د وژلو په تور د هغه دوه اوښي نیولي دي.
دا په روانه اونۍ کې د وسله والې وژنې درېیمه پېښه ده، چې په کندهار کې رامنځته کیږي.
تردې وړاندې د دوشنبې په ماښام د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې او د سې شنبې په ماښام د کندهار ښار په ۱۲مه ناحیه کې هم دوه کسان د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شول.