دوحې ته سفر؛ متقي د قطر له چارواکو سره د ټیلیفون له لارې د اړیکو پر پراخوالي خبرې وکړې
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضياء احمد وايي، چې امیر خان متقي د ټلیفون له لارې په بهرنیو چارو کې د قطر د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز سره د اړیکو او همکاریو پر پراختيا خبرې کړې دي. ضياء احمد زياتوي، چې په خبرو کې دوحې ته د متقي د سفر په اړه هم بحث شوی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستيال ویاند حافظ ضياء احمد د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې اميرخان متقي په بهرنيو چارو کې د قطر د دولت وزير محمد بن عبدالعزیز سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
هغه ویلي، چې په دې خبرو کې « د همکاریو پر پراخوالي او په نږدې راتلونکي کې دوحې ته د دوی د بهرنيو چارو وزير د سفر په اړه هم خبرې وشوې.»
قطر یو له هغو هېوادونو دی، چې په وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د بشري مرستو او منځګړیتوب په برخه کې فعال رول لوبولی او په کابل کې یې خپل سفارت فعال ساتلی دی.
د افغانستان اړوند ډېری ناستې په دوحه کې تر سره کيږي او یو شمېر طالب چارواکي هم په دوامداره توګه دغه هېواد ته سفرونه او له بهرنیانو سره ليدنې کوي.