طالبان وايي، ناروې له راستنېدونکو افغان کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ناروې د شارژدافیر پير البرټ الساس په حواله خبر ورکړی، چې د ناروې حکومت د نړۍوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو لاس نیوي ته دوام ورکوي.
په خبر کې ویل شوي، چې هغه له پاکستان نه په جبري توګه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکه هم کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبير سره په لیدنه کې کړې دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نوموړي په حواله ویلي، چې د بحث وړ مسایل باید د خبرو له لارې حل شي.
هغه دارنګه د طالبانو او ناروې تر منځ مستقیمې اړیکې مهمې وبللې.
خبرپاڼه کاږي، چې نوموړي په ناروې کې د افغانستان سفارت پرانستل کېدو ته په اشارې سره د کابل او اروپایي هېوادونو د ديپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د پرمختګ او باور رامنځته کېدو لپاره د شته مسلو حل ته اشاره وکړه.
ورته مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم له کډوالو سره د مرستو د وېش په اړه ویلي، چې دغه ډله له تبعیض پرته ټولو افغانانو ته خدمتونه وړاندې کوي.
نوموړي یو وار بیا له پاکستان څخه د کډوالو جبري اېستل د ټولو اصولو خلاف وبلل او په افغانستان کې یې په دایمي ډول د کډوالۍ د حل لپاره د نړۍوالو د مرستو غوښتنه وکړه.
هغه زیانه کړه، چې له اروپايي هېوادونو سره د دوی اړیکې د دواړو هېوادونو په ګټه دي او طالبان د ستونزو د حل لپاره خبرو ته لومړیتوب ورکوي.