د سعودي عربستان د دفاع وزیر تهران ته ورسېد

د سعودي عربستان د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان نن پنجشنبه تهران ته ورسېد چې له ایراني چارواکو سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي. دغه سفر د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر له خبرو سره هممهاله دی.

د سعودي دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو مشر محمد باقري شهزاده خالد بن سلمان ته د تهران هوايي ډګر کې هرکلی ووایه.

د رویټرز د رپوټ له مخې، دغه لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران او لوېدیزو هېوادونو ترمنځ د اټومي تړون په تړاو خبرې له نوي پړاو سره مخ دي او سعودي عربستان هڅه کوي د سیمه‌ییز ثبات لپاره له تهران سره خبرې پیاوړې کړي.

په ورته وخت کې د ایران ایرنا خبري اژانس د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر په حواله رپوټ ورکړی، چې د سعودي عربستان دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان به په خپل دغه سفر کې د ایران له لوړپوړو سیاسي او امنیتي مقاماتو سره هم لیدنې او خبرې وکړي.

د دفاعي اړیکو پراخول، د سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړتیا، د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره هڅې او همداراز د ترهګرۍ ضد مبارزه، هغه موضوعات دي چې د ایران او سعودي عربستان د لوړپوړو دفاعي چارواکو ترمنځ به پرې بحث وشي.

رپوټ زیاتوي چې تېر کال هم د سعودي عربستان د وسله‌والو ځواکونو مشر د جنرال باقري په بلنه تهران ته سفر کړی و.