طالبان وايي په یوه ورځ له پنځه زرو ډیر افغان کډوال له پاکستان او ایران نه راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته رسیدو په برخه کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي، تېره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۵۴۷۱ افغان کډوال راستانه شوي.

یاد کمیسیون د پنج شنبې په ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې تېره ورځ ۶۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۰۰ تنه و، د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې او ۳۰۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۳۶ تنه و، د کندهار د سپین بولدک له لاري له پاکستان او ۱۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۳۵ تنه و، د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

طالبانو ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه په تازه راستنو شویو کډوالو کې یو شمېر په موقتي پنډغالو کې مېشت شوي او یو شمېر یې هم خپلو اصلي مېنو ته ستانه شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته رسیدو کمیسیون تېره ورځ ویلي و، چې د سي شنبې په ورځ هم ۴۳۳۹ افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي.

پر همدغه مهال د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ د ځینو انځورونو په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال له پاکستان نه د راستنو شویو افغان کډوالو د وضعیت اروزونې لپاره تورخم ته تللی.

پاکستان د روان اپرېل میاشتې له پیله هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري او دغه راز د افغان تابعیت کارتونو لرونکي کسان له دغه هېواده باسي.