طالبان وايي، افغانستان کې د یوناما مشره د یوه پلاوي په مشرۍ پکتیا ته تللې

پکتیا کې د طالبانو ولایتي چارواکي وایي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا پکتیا ته د خپل سفر پر مهال ویلي، مرستندویه ادارې به وهڅوي، چې له پاکستان څخه جبري راستنېدونکو کډوالو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر په یوه خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي، چې د یوناما مشرې د دغه ولایت د والي مرستیال شیخ انعام الله "صلاح الدين" سره په ليدنه کې ژمنه کړې، چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره به د کوچنیو سوداګریو، پوهنې او زراعت په برخو کې نړیوالې مرستې راجلب کړي.

د یوناما مشره روزا اوتنبایوا په داسې حال کې د کډوالو لپاره د مرستو د راجلبولو خبره کوې چې پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د لړۍ دویم پړاو پیل کړی او هر ورځ زرګونه کډوال د تورخم، سپين بولدک او نورو لارو څخه افغانستان ته ستنوي.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد په کابل کې د بهرنیو مرستندویه ادارو سره په ګډه ناسته کې غوښتنه کړې، چې له ستنېدونکو افغان کډوالو سره په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې وکړي.

هغه له ستنېدونکو سره د بهرنیو موسسو مرستې مهمې بللې دي.

ویل کېږي، چې د طالبانو کمزوری اقتصاد د بېرته ستنېدونکو کډوالو د ستونزو او اړتیاوو پوره کولو لپاره ځواب ویونکی نه دی، چې له کبله به یې تازه ستانه شوي له جدي بشري ناورین سره مخ شي.

هم‌مهاله یو شمېر بشري سازمانونو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې د افغانستان په دغه ناورین ځپلو حالاتو کې د کډوالو ستنېدل په کور دننه د لوږې او بې روزګارۍ کچه لا پسې ډېرولای شي.