امریکا پر ایراني بېړۍ چلوونکو او نفتلېږدوونکو شرکتونو نوي بندیزونه ولګول
د رویټرز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د امریکا د خزانې وزارت له قوله ویلي، چې امریکا پر ایراني بېړۍ چلوونکو او نفتلېږدوونکو شرکتونو نوي بندیزونه لګولي دي.
په دې بندیزونو کې اوه ادارې او پنځه د تېلو لېږدوونکي شرکتونه شامل دي.
هغه شرکتونه چې د بندیزونو په دې پړاو کې په نښه شوي دي، ذ پانامې، هانګ کانګ، مالیزیا، چین او مارشال ټاپوګانو په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې راجستر شوي دي.
د امریکا د خزانې وزارت د چین پر یو خپلواک تصفیه کوونکي کیکیاوي شرکت چې «شاندونګ شنګ سینګ کمیکال» په نوم یادېږي، د ایران څخه د یو مېلیارد ډالرو څخه د زیاتو خامو تېلو د پېرودلو له امله هم بندیز ولګاوه.
د دغه وزارت په وینا، هر هغه تصفیه خونه یا شرکت چې د ایران د تېلو په پېرودلو یا سوداګرۍ کې ښکېل وي، ځان له جدي خطر سره مخ کوي او متحده ایالات هوډ لري چې د ایران د تېلو رسولو لړۍ ګډوډه کړي، کوم چې د ترهګرو نیابتي ډلو د ملاتړ لپاره کارول کېږي.
د دغه وزارت د بیان له مخې، په نویو بندیزونو کې شپږ نور شرکتونه په شمول د مارشال ټاپوګانو څخه «بسټ کمپني لمېټید» او له پانامې څخه «سویک کیپیټل شپینګ»، «سټاربورډ شیپینګ» او «اوشنیک اوربیټ اینکورپریټډ»، له مالیزیا څخه «پرومیشن اسډي ان» او د چین او هنګ کنګ څخه «ډکساینګ شیپینګ» شامل دي.
پر دغو شرکتونو د ایران د تېلو په لېږد او پلور کې د رول او د ایران د سپاه پاسداران سره تړلو ادارو سره د همکارۍ له امله هم بندیزونه لګول شوي دي.
سربېره پر دې، پنځه د تېلو لېږدونکي، "بسټلا"، "اګرټ"، "نیانټرا"، "راني" د پاناما بیرغ سره او "رستوني" د کامرون بیرغ سره، د ایران د تېلو په لېږد کې د ګډون او د بندیز لګول شویو شرکتونو سره د همکارۍ له امله د نویو بندیزونو سره مخ شوي دي.