جلاوطنه افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړې د ای سي سي د مالي ملاتړ د ژمنې هرکلی کوي

په تبعید کې د افغانستان د ښځینه وو کرېکټ ملي لوبغاړې د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) له لوري د مالي ملاتړ ژمنې هرکلی کوي او وايي، مالي ملاتړ به د افغانستان د ښځینه وو کرېکټ لوبدلې لپاره هیله بښونکی وي.

د افغان ښځینه کرېکټ یوې لوبغاړې رویټرز ته ویلي، چې دغه ملاتړ د لوبډلې د پېژندنې او نړیوالو سیالیو ته د بېرته راستنېدو هیله ورکړې ده.

د کرېکټ نړیوالې شورا یوه ویاند د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ICC به د افغان ښځینه کرېکټ لوبډلې لپاره یوه ځانګړې مالي بودجه برابره کړي.

که څه هم د کرېکټ نړیوالې شورا د یادې مالي مرستې د دقیق مقدار یا مهال وېش د نېټې په اړه څه نه دي ویلي، خو ښځینه افغان کرېکټ لوبغاړې هیله‌منې دي چې دا ژمنه به د ښځینه کرکټ لپاره یو مهم بدلون وي.

د افغانستان د کرېکټ لوبغاړې ناهیده څپاند چې د اسټرالیا په ملبورن ښار کې اوسیږي، رویټرز سره په خبرو کې وویل: «دې خبر د راتلونکي زموږ باور ډېر کړی».

هغې زیاته کړه:«موږ یوې او بلې ته پیغامونه سره واستول، یو بل ته مو زنګونه ووهل. ځینو نجونو خو وژړل، ځکه موږ واقعاً ډېر سخت زحمت ایستلی و.»

څپاند د هغو ۲۵ ښځینه لوبغاړو له ډلې یوه وه چې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا ورسره قراردادونه لاسلیک شوي وو. دوی هیله لرله چې د نارینه‌وو لوبډلې په څېر به یوه ورځ نړیوالو لوبو ته لاره ومومي.

اوس زیاتره دا لوبغاړې اسټرالیا ته تللې دي او ځینې نورو هېوادونو لکه بریتانیا او کاناډا ته هم کډه شوې دي.

د ناهیده څپاند په مشرۍ، د اسټرالیا مېشتو افغان ښځینه لوبغاړو یوه لوبه د جنورۍ په میاشت کې وکړه. دا لوبه د بې پولې کریکټ په نوم یوه خیریه موسسي تنظیم کړې وه چې د ښځینه کرکټ ملاتړ کوي.

که څه هم دې سیالي نړیوال اعتبار نه درلود، خو د اسټرالیا کرېکټ بورډ له خوا اسانتیا ورته برابره شوې وه او ځايي حکومتي چارواکو هم ملاتړ ترې کړی و.

واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر سپورټ بندیز ولګول شو.