په پاکستان کې افغانه خبرياله فرشته سدید له دوه ورځني بند وروسته خوشې شوه
په اسلام اباد کې افغان خبريالان وایي، چې فرشته سدید د حاجي کمپ په نوم له میشتغالي څخه له دوو ورځو بند وروسته نن خوشې او خپل استوګنځي ته ستنه شوه. هغه د دوشنبې په ورځ پاکستاني پوليسو په اسلام اباد کې له خپل کوره نيولې او د جبري ستنولو په موخه يې دغه کمپ ته لېږدولې وه.
په پاکستان کې مېشت افغان خبريالان وايي، چې د خبريالانو د ملاتړو ادارو په همکارۍ يې فرشته سدید د حاجي کمپ په نوم له میشتغالي څخه نن د پاکستان پر ځايي وخت څه باندې درې بجې ازاده او خپل کور ته ستنه کړې.
د نوموړې کورنۍ پرون ويلي و، چې هغه به د ډېپورټ کېدو په صورت کې طالبان ونیسي.
په پاکستان کې افغان خبريالان زياتوي، چې له ډېرو هڅو وروسته وتوانيدل چې فرشته له دې ځایه ازاده او افغانستان ته له ستنېدو را وګرځوي.
یوه افغان خبریال، چې په دې برخه کې فعال و، وویل: «نن د پاکستان پر وخت څه باندې درې بجې مو فرشته سدید خوشې کړه، امنیتي ادارو ته مو فرانسې ته د هغې د پرواز ټکټونه اونور اسناد ور وښودل.»
فرشته سدید په کاپيسا ولایت کې د راډيو بهار خبریاله وه او دمګرۍ د اسلام اباد په بي-۱۷ ښارګوټي کې اوسېده.
د نوموړې د کورنۍ یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، چې فرشته سدید د ویزې په برخه کې یو کال جریمه شوې وه، خو د فرانسې سفارت اسناد یې لرل چې د نیول کېدو په وخت کې یې پولیسو ته ښکاره کړي وو.
په پاکستان کې له تېرو دریو میاشتو راپه دې خوا د پولیسو له لوري کور په کور د افغان کډوالو تالاشۍ روانې دي، زیات شمېر افغانان نیول شوي او جبري بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي او زیات شمېر لا هم د دوی لهخوا د افغان کډوالو لپاره په ځانګړو کمپونو کې ساتل کېږي.