طالبانو په کندوز کې د ژوندیو موجوداتو د انځور پر خپرېدو بندیز ولګاوه
د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې په کندوز کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست په دغه ولایت کې د یوه رسمي حکم په صادرولو سره ټولو دولتي ادارو او رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي.
دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) په یوه بیان کې زیاته کړې، د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر د دغې پرېکړې له اعلان سره سم، کندوز د هېواد څوارلسم ولایت دی چې پهکې رسماً د دغه قانون د پليکېدو سپارښتنه کېږي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په بیان کې راغلي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست په کندوز کې د دغې ډلې د والي دفتر ته په لېږل شوي مکتوب کې له ټولو دولتي ادارو غوښتي، چې د غونډو، پروګرامونو او نورو فعالیتونو پرمهال دانځورونو له اخیستلو څخه ډډه وکړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه بندیز د پراختیا په اړه جدي اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی، چې د دا ډول محدودیتونو دوام کولای شي د معلوماتو خپرېدو، د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د ولس د لاسرسي بهیر په جدي توګه محدوده کړي.
همداراز نوموړي مرکز ټینګار کړی، چې له تصویري پوښښ څخه د رسنیو محرومېدل د هېواد د رسنیو له قانونه ښکاره سرعړونه ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د موندنو له مخې، د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې د دغه قانون له پلي کېدو راهیسې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرېدو بندیز، په رسمي ډول د هېواد په لږترلږه ۱۴ ولایتونو کې پلي شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د وري په ۸مه هم ویلي و، چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو بندیز غځول شوی او تر اوسه پورې دغه بندیز د افغانستان په تر ۱۰ ډېرو ولایتونو کې پر رسنیو پلي شوی دی.
د یادونې ده، چې دغه بنسټ په وروستي ځل خبر ورکړی و چې په جوزجان کې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر ریاست د رسنیو مسوولانو ته امر کړی، څو د ژوندیو موجوداتو د انځور او فلم له خپرېدو څخه ډډه وکړي.