فطرت د واشنګټن پوسټ راپور په غبرګون کې: امریکایي وسلې لا له وړاندې په تور بازار کې وې

‏د طالبانو مرستيال وياند حمدالله فطرت له افغانستان څخه د امریکایي وسلو د قاچاق په اړه د واشنګټن پوسټ راپور په غبرګون کې ویلي، چې دغه وسلې لا له وړاندې په تور بازار کې موجودې وې او له افغانستان سره تړاو نه لري.

تر دې وړاندې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې د پاتې شویو ۶۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت پرمختللو امریکایي وسلو څخه یې ځینې د پاکستاني اورپکو لاس ته لوېدلې دي، چې په دغه هېواد کې په «خونړیو ترهګریزو» بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي.
په راپور کې راغلي و، چې دغه امریکایي وسلې په تور بازار کې پلورل کېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي»، بلوڅ بېلتون غوښتونکو غورځنګ او نورو وسله‌والو ډلو له‌خوا په جګړه کې کارول کېږي.
خو د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس پر اېکس پاڼه لیکلي، چې حمدالله فطرت د واشنګټن پوسټ دغه راپور ناسم بللی دی.
‏ ‏نوموړي دغه اژانس ته ویلي، چې دغه وسلې د «اشغال» پر مهال د کراچۍ له لارې راوړل کېدې او پاکستان کې تر لوټل کېدو وروسته تور بازار ته رسېدلې دي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې امریکایي وسلې د دوی د ډلې له‌خوا منظمې ډیپو شوې او د وسلو د پېر، پلور او قاچاق مخه نيول شوې ده.
خو د ښاغلي فطرت د دغه څرګندونو خلاف، پاکستان هم وخت ناوخت وسله‌والو ډلو لاس ته د دغه وسلو د لوېدو له امله اندېښنه څرګندوي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و: «د پرمختللو امریکايي وسلو شته‌والی د پاکستان د امنیت لپاره یوه جدي اندېښنه ده.»
‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم طالبانو ته خبرداری ورکړی و؛ که امریکايي پوځي تجهیزات بېرته ورنه کړي، نو له افغانستان سره به دایمي مرستې ودروي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې بیا ویلي و: «دغه وسلې اوس افغانستان پورې اړه لري. هیڅوک نه شي کولای، چې دغه وسلې له موږ واخلي.»

افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې هغه ناسور دی، چې په سیمه کې د هرې نا امنۍ له پېښې وروسته طالبانو ته ګوته نیول کیږي، چې دغه وسلې په سیمه کې پر وسله ډلو وېشلې دي، خو طالبان دا ادعا ردوي.