نن د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه کېږي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې نن د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټې غونډه کېږي. په دغه ناسته کې د پاکستاني پلاوي مشري به د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړی استازی محمدصادق او د طالبانو لهخوا به د دغې ډلې د دفاع وزارت مرستیال عبدالقیوم ذاکر وي.
محمد صادق نن د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په دغه ناسته کې د ګډون په موخه د یو ورځني سفر لپاره کابل ته رسېدلی دی.
دا د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټې اوومه غونډه ده.
ښاغلي مجاهد وړاندې کاږلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دغه ناسته یو ځل په اسلام اباد او یو ځل په کابل کې جوړه شي.
هغه زیاته کړې: «په دې غونډه کې به د ډیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي ترینګلتیاوو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې کېږي.»
ویل کېږي، چې محمدصادق به د دغه یو ورځني سفر په لړ کې له طالب چارواکو سره تر ډېره په دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې وکړي.
د پاکستان جنګ ورځپاڼې بیا تر دې وړاندې ویلي و، چې د پاکستان ځانګړی استازی به د ملکي او پوځي چارواکو سره یوځای په دې غونډه کې ګډون وکړي.
دغه ورځپاڼې ویلي و، چې په دغه غونډه کې به د ترهګرو د پټنځایونو او د هغوی د روزنیزو مرکزونو په اړه له طالب چارواکو سره بحث وشي.