سرچینه: طالبانو په«پتینګړه کاکۍ» مشهوره افغاني‌الاصله کاناډايي مېرمن نیولې ده

یوه سرچینه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وايي، چې طالبانو په«پتینګړه کاکۍ» مشهوره افغاني‌الاصله کاناډايي مېرمن، ندیمه نیولې ده. د سرچینې په خبره، یاده ټولنیزه فعاله څو ورځې وړاندې نیول شوې او اوس‌مهال د دغې ډلې ۴۰ ریاست ته لېږدول شوې ده.


سرچینې بیا د هغې د نیول‌کېدو د لامل په تړاو څه نه دي ویلي.
‏طالبانو هم تر اوسه د هغې د نیول‌کېدو په تړاو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
ندیمې پر خپلو ټولنیزو پاڼو وروستی ویډیويي پيغام د فېبرورۍ په ۹مه خپور کړی و، چې په‌کې یې له طالبانو غوښتنه کړې وه، څو له خلکو سره ښه چلند وکړي.
هغې په دغه ویډیویي پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «ګلانو، درنه جار مې کړې د خپل وطن په خلکو او تاسو مې زړه بدېږي ځکه دا خبرې درته کوم. تاسو چې په دا رینجرو کې روان یئ، دا ټوپک داسې مخامخ مه نیسئ. یا خپل سر پرې ږدئ. خدای ته وګورئ سبا به درنه ډز شوی وي. یا به مخ ته څوک وولئ یا به خپل ځان ووهئ. بس زړونه وګټئ. موږ او تاسو محبت زیاتېږي.»
دا په داسې حال کې ده، چې ندیمه په ۲۰۲۲ کال کې هم د طالبانو له خوا نیول شوې وه او له شاوخوا ۲۴ ورځو وروسته بېرته خوشې شوه.
په هغه وخت کې یې کورنۍ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې نوموړې له کوم جرم پرته نیول شوې ده.
د راپورونو له مخې، یاده ټولنیزه فعاله د یوې مرستندویې موسسې مسووله ده چې د انتقادي پیغامونو د خپرولو ترڅنګ، په افغانستان کې د نجونو د تعلیم برخه کې هم فعالیتونه کوي.
هغه په ۲۰۱۹ کال کې له کاناډا څخه افغانستان ته تللې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د ښځو د حقونو فعالانې، د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او د تېر جمهوري نظام امنیتي سرتېري د طالبانو له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او ان د راپورونو له مخې یو شمېر کسان تر نیول کېدو وروسته تري تم شوي دي.
پتینګړه کاکۍ په داسې حال کې نیول شوې، چې په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د طالبانو په بندخونو کې پر ښځینه بندیانو د دغې ډلې د ساتونکو له خوا جنسي تېری شوی، چې له امله یې ۱۶ مېرمنې امېنداوره شوې دي.
پر دې سربېره، په ځلونو داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې ډلې چارواکي او مسوولان نجونې بیايي او په جبري توګه ورسره نکاح کوي.
د یادونې ده، چې د طالبانو د امر بالعمعروف وزارت په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د ښځو د محدودولو په موخه له ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.
له شپږم ټولګي پورته د ښځو او نجونو د ټولو ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو بندېدل، په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو منع کېدل، پارکولو او ورزشي لوبغالو ته یې د تګ مخنیوی، له محرم پرته سفر ته نه پرېښودل او د ښځو پر سیاسي او ټولنیزو مشارکت بندیزونه هغه څه دي، چې یادې ډلې پر ښځو وضع کړي دي.
سره له دې، چې نړۍوالو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې خپل سیاست بدل کړي، خو دا ډله وایي چې د ښځو اړوند مسایل کورني دي او نور هېوادونه په‌کې د مداخلې حق نه لري.