هند: پاکستان په افغانستان کې د خپلې روزل شوې ترهګرۍ په دام کې ایسار دی
د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې پاکستان په یوه وخت کې هم له طالبانو او هم له پخواني افغان حکومت سره لوبې کولې، خو د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته دا دوه ګونې لوبې پای ته ورسېدې او اوس پاکستان په افغانستان کې خپله لار ورکه کړې ده.
سوبرامانیام جی شنکر وویل، چې پاکستان د ترهګرۍ په هغه جال کې راګیر شوی چې یو وخت یې په افغانستان او سیمه کې پاللی و.
هغه د چارتار د ساینس او ټېکنالوژۍ پوهنتون کې په خپله وینا کې وویل: "هر هغه ګټه چې پاکستان د دې دوه ګوني پالیسۍ څخه ترلاسه کړې وه، له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته یې له لاسه ورکړه. نن ورځ، هماغه ترهګري چې دغه هېواد له کلونو راهیسې روزلې وه، همدې هېواد ته زیان رسوي."
نوموړی دغه خبرې په داسې حال کې کوي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د پاکستاني وسله والو بریدونه زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان په تېرو ۲۰ کلونو کې د افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو پر وړاندې له طالبانو ملاتړ کړی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې ډیلي پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې که په هند کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ وکړي نو "سختې پایلې" به ولري.
پاکستان او هند یو بل د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي.
پاکستان ان افغان طالبان چې د دوی پخوانی نیابتي ځواک دی، له هند سره په جوړجاړي تورن کړي دي.
جی شنکر وویل، هند د پرمختګ په لاره روان دی خو پاکستان "د خپل تېر خطرناک خصوصیات ساتلي دي.
هغه په تېرو لسو کلونو کې د دواړو هېوادونو په لارو کې څرګند توپیرونو ته په اشارې سره وویل: "هند د بدلون او ودې په لاره روان دی. کاشکې چې ما ویلی شوای چې پاکستان هم بدل شوی دی، خو له بده مرغه له تېرو وختونو یې ډېرې خطرناکې ځانګړتیاوې ساتلي دي."
هغه وویل: "هند په وروستیو کلونو کې په اقتصادي، سیاسي او نړۍواله کچه د پام وړ پرمختګ کړی دی، خو پاکستان لا هم په تیاره او تکراري تېر کې بند پاتې دی."
هندي چارواکي معمولا د طالبانو په اړه په احتیاط خبرې کوي، خو دا لومړی ځل دی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر طالبان که څه هم په غیر مستقیم ډول، خو د پاکستان له خوا د ملاتړ کېدونکي ترهګرې ډلې په توګه یاد کړي.