د روسیې ستره محکمه سبا له تور نوملړه د طالبانو پر اېستلو ناسته کوي
تمه ده چې د روسیې ستره محکمه سبا د پنجشنبې په ورځ خپله پرېکړه اعلان کړي، چې له مخې به یې د طالبانو پر فعالیت لګول شوی بندیز لرې شي یا به پرېښودل شي. دا بندیز په ۲۰۰۳ کال کې لګول شوی و، چې روسیې طالبان د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړل.
ټاکل شوې دا قضیه سبا د مسکو په وخت دوه بجې د محکمې په تړلې ناسته کې وڅېړل شي.
یاده پرېکړه د روسیې د لوی څارنوال ایګور کراسنو له خوا د استیناف غوښتنې په پایله کې کېږي.
دا استیناف د طالبانو له حکومت سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه شوی.
د روسیې د سترې محکمې چارواکو ویلي، چې دا قضیه د روسیې د فدرالي قانون له مخې پر مخ وړل کېږي او هدف یې دا دی چې که کومې ترهګرې ډلې خپل هغه فعالیتونه درولي وي، چې د ترهګرۍ تبلیغ، توجیه یا ملاتړ پکې وي، نو پر هغې لګیدلی بندیز به د محکمې په پرېکړه د لنډ وخت لپاره وځنډول شي.
د تېر کال په دسمبر کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون لاسلیک کړ، چې له مخې یې طالبان له هغه فدرالي لیست څخه ایستل کېدای شي، چې ترهګرې ډلې پکې ثبت دي.
که چیرې محکمه د طالبانو پر فعالیت بندیز لرې کړي، نو دا پریکړه به له قانوني اړخه دې ته لاره هواره کړي چې طالبان له تور نوملړه وایستل شي.
مسکو له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان واک ته رسیدلي، له دې ډلې سره اړیکې زیاتې کړې دي.
طالبان دا مهال په روسیه کې له قانوني پلوه یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي او دا چاره له دوی سره د مسکو رسمي تعامل محدودوي.