طالبان وايي د پنجشیر ۵۰۰ ځوانان یې د پولیسو په لیکو کې جذب کړي
په پنجشیر کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي، چې له دغه ولایت څخه یې ۵۰۰ ځوانان د پولیسو په لیکو کې ثبت کړي او د مسلکي زده کړو لپاره یې پروان ولایت ته استولي دي.
په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حقمل سعد وايي، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یې د پنجشیر ولایت له مرکز او اوو ولسوالیو څخه ۵۰۰ ځوانان د پولیسو په لیکو کې جذب کړي او د تخنیکي او مسلکي زده کړو په موخه یې پروان ولایت ته استولي دي.
طالبانو د یادې ډلې د پولیسو په چوکاټ کې د پنجشیر د ځوانانو استخدام د امنیت، ثبات او سوکالۍ په برخه کې تحول بللی.
طالبانو دا نه دې ویلي، چې د پنجشېر دغو ځوانانو تردې وړاندې له طالبانو سره کوم تړاو درلود او که نه، خو یاده ډله تر ډیره د کورنیو او دفاع وزاراتونو په تشکیلاتو کې له طالب فکره او یا هم خپلو پخوانیو جنګیالیو پرته عام کسان نه مني.
دمګړی په پنجشیر ولایت کې ډېری د طالبانو د دفاع او کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د کندهار، هلمند، اروزګان، زابل، خوست او پکتیا ولایتونو طالبان ځای پر ځای دي.