ټي ټي پي د پنجاب خلکو ته د « پوځ د ملاتړو امن لښکرو» په اړه خبرداری ورکړی
تحریک طالبان پاکستان د چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د پنجاب خلکو ته خبرداری ورکړی، چې حکومت هلته ملاتړې ملېشې یا د امن لښکرې جوړوي، چې شخړې رامنځته کړي. ټي ټي پي دې ته د پوځ او حکومت له ملاتړه برخمنو «لښکرو» اصطلاح کارولې ده، چې معمولا د امن کمېټو په نامه یادیږي.
یادې ډلې پر پاکستاني امنیتي ادارو تور لګولی چې په سیمه کې دننه شخړې رامنځته کوي څو خپلې موخې مخکې یوسي.
په دې اعلامیه کې، چې د تحریک ویاند محمد خراساني خپره کړې، راغلي چې حکومت د واکمن ګوند له ځینو «خپلغرضه» کسانو سره یوځای غواړي همغه تګلاره تکرار کړي چې مخکې یې په خیبر پښتونخوا کې کارولې وه. یاده ډله وايي، د امن کمېټو جوړول د خلکو ترمنځ د جنګ اور بلولو لپاره دي.
د اعلامیې له مخې، دا هڅې اوس د جنوبي پنجاب په دیره غازي خان او تونسې شریف کې روانې دي.
ټي ټي پي دا د پوځ او سیاسي اشرافیې یوه «شومه دسیسه» بولي چې غواړي خلک د خپل جنګ خاشاک وګرځوي.
په اعلامیه کې راغلي، « حکومت په خیبر پښتونخوا کې په دې ډول کورنۍ جګړه نه شوه بلولی، اوس غواړي دا لوبه په پنجاب کې تکرار کړي».
ټي ټي پي ادعا کړې ده چې د دوی جګړه د پاکستان د پوځ پر ضد ده، نه د ولس پر ضد.
اعلامیه وايي، « زموږ جګړه د پنجاب د خلکو یا ولس پر ضد نه ده، بلکې د هغه ظالم پوځ پر ضد ده چې له ۷۷ کلونو راهیسې د ملت شتمنۍ لوټوي او د اسلام او ازادۍ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی».
دغه ډله تور لګوي چې امنیتي ادارې د عامو خلکو د ساتنې په پلمه د هېواد له بودجې څخه تر ۸۰ سلنه زیات ځان ته ځانګړي کوي او خلک غواړي د خپل تسلط او فساد د دوام لپاره وکاروي.
ټي ټي پي له خلکو غوښتي، چې د دې ډول لښکرو برخه نه شي او خبرداری ورکوي چې دا به یوازې د هغو کسانو په ګټه وي چې غواړي خلک د خپل جنګ لپاره وکاروي.
خراساني د خپل پیغام په پای کې د پنجاب له خلکو وغوښتل چې « خپل تاریخي غیرت، دین او عزت» وساتي او د « پوځ له خوا ملاتړ کېدونکې فتنې» نه ځان لرې وساتي.