د طالبانو او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې پر «باور رامنځته کولو» ټینګار کړی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق په مشرۍ پاکستاني پلاوي سره د همغږۍ ګډې کمیټې په ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړېکو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان او پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې اوومه غونډه نن په کابل کې ترسره شوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د امیرخان متقي له قوله لیکل شوي، چې نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو له لارې د باور په فضا کې د خپلو مسایلو حل او له ټولو هغو اقداماتو او څرګندونو څخه په ډډه کولو ټینګار کړی، چې د ولسونو د خپګان او احساساتو د پارونې لامل ګرځي.

متقي په دېناسته کې د پاکستان له خوا په جبري توګه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پلاوي مشر محمد صادق له قوله لیکلي، چې نوموړي د همغږۍ ګډي کمیټې په ناسته کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د راپورته شوې ستونزې د حل په اړه په غور کولو ټینګار کړی.

خو په خبرپاڼه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزو ته کومه اشاره نه ده شوې.

صادق د یادې ناستې پر مهال په نږدې وخت کې کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د سفر خبر هم ورکړی دی.