د ډله ییزو امنیت تړون سازمان وايي، د افغانستان له شماله «زیاتیدونکو ګواښونو» اندېښمن کړي
د ډله ییزو امنیت تړون سازمان رسنیز دفتر ویلي، چې د دغه سازمان غړي د افغانستان اوسني وضعیت او له شمالي ولایتونو د مخ په زیاتیدونکي ګواښونو په اړه اندیښمن دي.
د ډله ییزو امنیت تړون سازمان ویاندې نتالیا خریتونوا د روسیې ایزویسټیا ورځپاڼې ته وویل، چې افغانستان د سازمان لپاره «د ترهګرۍ، افراطیت او مخدره توکو جرمونو پورې اړوند ننګونو سرچینه ده.»
هغه په دې مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ د وري په ۲۶مه خپره شوه، وویل: «زموږ متحدین د افغانستان د وضعیت او د منځنۍ اسیا د ګاونډیو ولایتونو څخه د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو په اړه اندیښنه لري.»
د هغه په وینا، د افغانستان د وضعیت په اړه د روانو اندیښنو له امله، غړي هیوادونه غواړي چې د ترهګرۍ او مخدره توکو سره د مبارزې لپاره سیمه ییزه همغږي پراخه کړي.
هغه دا هم زیاته کړه چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو ترمنځ له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د هدفمند دولتي پروګرام پلي کول ځانګړی اهمیت لري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي،چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان سرمنشي، ایمانقلي تسماګمبیتوف او د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د جمعې په ورځ د وري ۲۲مه په دوشنبه کې سره ولیدل او د سرحدي امنیت په اړه یې بحث وکړ.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د غونډې پر مهال د دغه سازمان غړو د هدفمند بین الحکومتي پروګرام ته ځانګړې پاملرنه وشوه، چې له افغانستان سره د تاجکستان د پولې امنیت پیاوړی شي.
امانقلي تسماګمبیتوف مخکې ویلي وو، چې له افغانستان سره د تاجکستان پولې د پیاوړتیا پروګرام به په ۲۰۲۵کال کې پیل شي. هغه وویل چې په دغه پروګرام کې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د غړو هیوادونو د امنیت د ډاډمنولو لپاره ځانګړي اقدامات شامل دي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان لهخوا د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د پیاوړتیا پروګرام په درېیو مرحلو او د پلي کولو پنځه کلنې دورې کې ډیزاین شوی دی.