طالبان: د قصاص په اړه د یوناما څرګندونې نامسووله او د «اسلامي احکامو» خلاف دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د «قصاص» په اړه د یوناما څرګندونې نامسوولانه بللې او ویلي یې دي، چې د «قصاص» د حکم تطبیق یې مکلفیت دی. د دغه وزارت په وینا، د قصاص حکم په اړه د یوناما څرګندونې د «اسلامي احکامو» سره په ټکر کې دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ګوتڅنډنې په توګه ویلي، چې د «اسلامي شریعت» پر حکمونو نیوکه نامسوولانه، د یوناما د ماموریت خلاف او د نه زغملو کړنه ده او باید په راتلونکې کې له ورته څرګندونو ډډه وشي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د طالبانو له لوري د څلورو کسانو اعدامولو ته غبرګون کې (د وري په ۲۲مه نېټه) ویلي و: «د مرګ سزا دې ژر تر ژره ودرول شي.»
یوناما پر اېکس پاڼه په عام محضر کې د څلورو کسانو اعدامول غندلي و او ویلي یې و، د اعدام سزا د انسان د ژوند له بنسټیز حق سره په ټګر کې ده.
یوناما دا رنګه له طالبانو غوښتنه کړې وه، چې د مرګ سزا پر وړاندې دې ژر تر ژره بندیز ولګول شي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې یې په غبرګون راغلي، «قصاص او د حدود پلي کول» دغې ډلې ته د نه انکار وړ برخه ده چې د عدالت او ټولنیز نظم د ټینګښت په برخه کې ګټور ثابت شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د طالبانو د محاکمو له قضایي لړۍ سره سم د حقوقي قضیو په اړه د درې ګونو محکمو له څېړنو وروسته وروستۍ حکم کېږي او تورن کس ته په سر کې د دفاع حق ورکول کېږي او بیا وروسته پرېکړه اورول کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، د دغې کره قضایه لړۍ وروسته په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې د قصاص حکم په اړه د یوناما څرګندونې نامسووله او د «اسلامي احکامو» سره په ټکر کې دي.
له بل پلوه وړمه ورځ د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو لهخوا په عام محضر کې د څلورو کسانو د مرګ سزا غندلې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د طالبانو لهخوا په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې د څلورو کسانو د اعدامولو په غبرګون کې ویلي و: «د مرګ سزا په بنسټیز ډول د بشري حقونو پر ضد تر ټولو سخت عمل دی او د طالبانو دغه ډول کړنې د جرم په مخنیوي کې هم اغېز نه لري.»
خو بیا د طالبانو مشر ملا هبتالله په فراه، نیمروز او بادغیس کې د بشري حقونو او نړۍوالو سازمانونو هغه څرګندونې وغندلې، چې د دغه ډلې دا کړنې یې «ظالمانه» بللې وې.
د طالبانو مشر ویلي و؛ که سر یې هم ځي، د خدای د حکمونو له پلي کېدو نه تېرېږي.
ملا هبتالله د خپلې وینا پر مهال په ټینګار سره یادونه کړې، چې د شرعي حکمونو پلي کېدو پر سر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه دی او د «قصاص» په ګډون به ځیني نور اسلامي حکمونه په ښه شان سره پلي کړي.
پر طالبانو له نړۍوال فشار سره سره دغې ډلې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې روانې ساتلې او وايي، چې په خپل دغه کار سره د شریعت ښه تطبیق کوي.