کورنی تاوتریخوالی؛ په ننګرهار کې یوه پلار خپل زوی وواژه
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په «مامدکلا» سیمه کې یوه پلار خپل زوی د ټوپک په ډزو وژلی دی.
په ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومندانۍ وايي، چې د دغه ولایت د حصارک ولسوالۍ په «مامدکلا» سیمه کې یوه پلار خپل زوی د ټوپک په ډزو وژلی دی.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند سېدطیب حماد د چهارشنبې په ورځ (د وري ۲۷مه) رسنیو زیاته کړې، قاتل سلطانمحمد نومېږي چې د دغې ډلې د وسلهوالو لهخوا نیول شوی او تر څېړنو لاندې دی.
حماد د دې پېښې د لامل له جزییاتو پرته ویلي، چې وژل شوی کس «اللهنظر» نومېده.
اخوا، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بللی دی.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د کورني تاوتریخوالي پېښو لمنه پراخه شوې او تر ډېرې کچې یې لامل اقتصادي ستونزې، فقر او بېکاري بلل کېږي.