د افغان کډوالو د ټولنې مشر: په جبري توګه د کډوالو ایستل د ستونزو حللاره نه ده
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ټولنې مشر محمد تادین خان تره کي د دغه هېواد په فدرالي حکومت غږ کړی، چې په جبري توګه د افغان کډوالو ایستل د ستونزو حللاره نه ده، حکومت دې د متقابل تفاهم او خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
ښاغلي تره کي وویل: «موږ له څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوو او دلته مو دوه نسلونه زیږیدلي دي.» هغه زیاته کړه چې دغو کډوالو د پاکستان په پرمختګ کې مرسته کړې ده.
تره کي يادونه وکړه، چي د ټول پاکستان په ۷۲پنډغالو کې تر ۳،۵ ميليونه زيات افغان کډوال ژوند کوي، چې څو لسیزې یې د پاکستان خلکو ښه مېلمه پالنه کړې ده.
هغه له ۵۳ نادولتي موسسو څخه غوښتنه کړې، چې د پاکستان حکومت سره په مالي برخه کې مرسته وکړي، ترڅو د افغان کډوالو سره د سفر لګښت او خوراکي توکو په برابرولو کې همکاري وشي.
هغه دا هم ویلي، چې ډیری ستنېدونکي په افغانستان کې کور، دندې او د سوداګرۍ فرصتونه نه لري، چې دې چارې ستنېدونکي افغان کډوال له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د یادولو وړ ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو په دویم پړاو کې چې د اپریل په لومړۍ پیل شوی تردې مهاله ۱۶۲۴۲ افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي، چې ۹۴۳۹ تنه یې په خپله خوښه او ۶۸۰۳ تنه یې په زور ایستل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این اېچ سي ار) او (ای او ایم) د معلوماتو له مخې، د مارچ له لومړۍ نیټې د اپریل تر پنځمې پورې شاوخوا ۱۹۳۳۴ افغان کډوال د تورخم، غلام خان، سپین بولدک، بادیني او بهرامچې له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د ایستلو پروګرام په ډیر چټکۍ روان دی او هره ورځ سلګونه افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي.