طالبان: د پاکستان له زندانونو ۳۰۰ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۳۰۰ افغان کډوال خوشې شوي او بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې سره په تېرو اوو ورځو کې د پاکستان له زندانونو د خوشې شویو افغانانو شمېر تر ۸۰۰ هم واوښت.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د دوو جلا خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د ۱۵ ورځو څخه تر ۶ میاشتو پورې په بند کې وو.
که څه هم په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرم په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو تر ډېره پاکستان په دغه هېړاد کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله افغان کډوال نیسي.
پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نومبر میاشتې راهیسې د بې اسناده افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده؛ خو د دغه اېستنې دویم پړاو د روان کال په اپرېل میاشت کې پیل شو.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور له مخې، د روان کال (د مارچ له ۲۳مې) څخه (د اپرېل تر ۵ مې) پورې له پاکستان او ایرانه له ۱۳۰ زرو ډېر کسان افغانستان ته تللي دي.
له دغې شمېرې څخه له ۶۴ زرو څخه ډېر کسان له پاکستانه تللي دي.
د پاکستان حکومت د رسمي شمېرو له مخې؛ یوازې تېره ورځ دوشنبه (د وري میاشتې ۲۵مه نېټه) د تورخم له لارې د پاکستان حکومت ۳۲۴۲ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.