اسراییل د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره نوې طرحه وړاندې کړه، خو حماس یې نهمني
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د مصر او قطر منځګړو حماس ته په غزه کې د اوربند د ټینګښت لپاره د اسراییل نوې طرحه وړاندې کړې، خو د دغې ډلې یو لوړپوړی چارواکی وايي چې د دې طرحې لږترلږه دوه برخې نهمني.
دغه اژانس د «سامي ابوزهري» په حواله د دوشنبې په ورځ (د اپرېل ۱۴مه) زیاته کړې، چې د اوربند هر ډول تړون باید په غزه کې جګړه پای ته ورسوي او له دې سیمې څخه اسراییل په بشپړ ډول ووځي.
په راپور کې راغلي، د اسراییل په طرحه کې څو پړاوونه چې پهکې اوربند، د بندیانو تبادله او د غزې بیارغونه شامل دي.
همداراز په بل پړاو کې د اسراییل لهخوا د حماس د بېوسلېکېدو غوښتنه هم شوې، خو د دغې ډلې سخت غبرګون یې راپارولی دی.
د ابوزهري په وینا، په دې وړاندیز کې اسراییل د لومړي ځل لپاره د مذاکراتو په راتلونکي پړاو کې د حماس د بېوسلېکېدو غوښتنه کړې، خو زیاتوي چې دا به حماس ته د منلو نه وي.
د دغې ډلې لوړپوړي چارواکی رویټرز ته وویل: «د مقاومت د وسلو تسلیمول یوه سره کرښه ده چې په مېلیونونو ځله ترې نهشي تېرېدلی. دا موضوع نه د ارزونې وړ ده او نه هم د بحث.»
اسراییل تر اوسه پورې د دې راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د مصر د استخباراتي ادارې مشر قاهرې ټلوېزیون ته ویلي: «حماس اوس د وخت پر ارزښت ښه پوهېږي او زه باور لرم چې د اسراییل دغه وړاندیز ته به یې ځواب چټک وي.»
د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د تېرې اوونۍ په پای کې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې مشرې ویلي و، چې په غزه کې بشري وضعیت په ډېرې چټکۍ سره ناوړه شوی او دا سیمه د ځمکې پر سر د انسانانو لپاره «دوزخ» ګرځېدلې ده.
د دغه بنسټ په وینا، که چېرې غزې ته بشري مرستې ونهرسېږي، د دغه سازمان سیمهییز روغتیايي مرکزونه به په راتلونکو دوو اوونیو کې د سرچینو له بشپړ کمښت سره مخ شي.
د یادونې ده، چې پر غزې د اسراییل د ځمکني او هوايي بریدونو په ترڅ کې تر دې دمه لږ تر لږه ۵۰ زره او ۸۸ کسان وژل شوي او ۱۱۵ زره ۸۷۵ نور ټپیان دي.