روسۍ ورځپاڼه نیزاویسما ګزیته: د «سوریې جهاد» مخکیني جنګیالي افغانستان ته لېږدول کیږي
د روسیې مشهوره ورځپاڼه نیزاویسما ګزیته وايي، چې د سوریې د تحریرالشام ډلې غړو ته د افغانستان په شمالي او لویدیزو ولایتونو کې د افرادو د جذب مرکزونه جوړیږي. ورځپاڼه وايي، طالبان د تحریر شام فعالانو ته مزاحمت نه کوي او دا نوې ډله د «داعش -خراسان» پر وړاندې د توازن وسیله ګڼي.
ورځپاڼه وايي، چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راهیسې ددې ډلې غړو په افغانستان کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.
د ورځپاڼې په باور، په سوریه کې له بري وروسته ډېری اویغور، تاجک، ازبک، چیچن، قرغیز، تاتار او نور جنګیالي پاکستان او افغانستان ته تللي او د تحریر شام ډلې استازو د بغلان ولایت په اندراب دره کې خپل اصلي مرکز جوړ کړی دی.
ورځپاڼه د خپلو سرچینو په حواله وايي، « د ډلې د لومړنیو افغان څانګو مشري یو افغان تاجک مولوي عبدالفتاح کوي، چې شاوخوا اته کاله په سوریه او عراق کې د داعش، القاعدې اوهیئت تحریر الشام تر بیرغونو لاندې جنګېدلی».
د ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د ۲۰۲۴ کال په پای کې د بغلان ولایت په دهصلاح او پلحصار ولسوالیو کې د هیئت تحریر الشام جنګیاليو لومړنۍ ډلې له خپلو کورنیو سره مېشتې شوې، چې په هغه وخت کې یې شمېر له۵۰۰ نه تر ۷۰۰تنو پورې و، خو د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ نه تر مارچ پورې حالت ژر بدل شو او د تحریر شام افغان څانګې چټکه وده وکړه. ورځپاڼه وايي، چې دا وده له سوریې او پاکستان څخه د نویو بهرنیو جنګیاليو په راتګ او همدارنګه د هیئت تحریر الشام له خوا د افغان ځوانانو د جذب له لارې شوې.
سرچینو نیزاویسما ګزیته ته ویلي، د حزب التحریر افغان څانګې، چې مرکز یې د پنجشیر ولایت په بازارک کې دی، د تحریر الشام له مشر مولوي عبدالفتاح سره په همغږۍ د دې ډلې په جوړښت کې مهم رول لوبولی. د دې ډلې مشر مولوي یحیی، د تحریرالشام له نورې مشرتابه سره نږدې اړیکې لري.
سرچینې زیاتوي چې د یادې ډلې افغان څانګه له مالي پلوه ستونزه نه لري او د بغلان ولایت جوماتونه د ځوانانو د جذب مرکزونه ګرځېدلي.
د ورځپاڼې په باور، په همدې جوماتونو کې د جنګیاليو اوهیئت تحریر الشام د جذب کونکو تر منځ «قراردادونه» لاسلیک کېږي او نوي غړي د جذب پر مهال ۱۰۰۰ ډالر ترلاسه کوي، چې ۹۰۰ ډالر یې ځان ته ساتي او ۱۰۰ ډالر یې د جومات ملا ته ورکوي.
نیزاویسما ګزیته وايي، د جذب کمپاین په شمالي او لوېدیزو سیمو کې د دې ډلې جنګیاليو شمېر زیات کړی، چې «اوس د افغان سرچینو په وینا، شاوخوا ۱۰ زرو ته رسېدلی».
د ورځپاڼې په وینا، رپوټونه ښيي چې ګڼ شمېر طالب جنګیالي، چې د معاشونو له ځنډ سره مخ دي، همدې ډلې ته ورګډ شوي، څو هلته بله «دنده» تر لاسه کړي.
طالب مشران د تحریر شام فعالیتونو ته خنډ نه جوړوي او دا درې اصلي لاملونه لري: چې یو ددې ډلې بهرنيو تمویل کوونکو د طالبانو مرکزي او سیمهییز مشران ښه تمویل کړي دي. بل د تحریر شام مشران له القاعدې سره نږدې اړیکې لري، چې دا مهال د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې مېشت دي.
ورځپاڼه درېیم دلیل دا ښيي، چې طالبان تحریر شام د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې یوه متوازنه قوه ګڼي، ځکه طالبان نه غواړي یا نشي کولای چې له داعش سره مستقیمه جګړه وکړي.
نیزاویسما ګزیته اټکل کوي، چې په افغانستان کې به د القاعدې، داعش اوتحریر شام موقفونه لا پیاوړي شي او دا به یوازې د طالبانو نه، بلکې د ټولې سیمې لپاره سرخوږ وي.
نیزاویسما ګزیته وايي، چین ته هم ګواښونه پېښیږي، ځکه په افغانستان کې د تحریر شام ډېری جنګیالي د اویغور قوم له جهادي تجربهلرونکو غړو څخه دي، چې د چین له «بېدینه کمونیستانو» څخه د خپلو خلکو د ځپلو له امله د غچ اخیستو هیله لري.
نیزاویسما ګزیته وايي، تحریر الشام د خپلو جنګیاليو یوه برخه لوېدیز ولایت هرات ته انتقال کړې، چې له ایران سره پوله لري او دا ښيي چې د دې ډلې بهرني تمویل کوونکي پر ایران د فشار لپاره له دې جهادپالو کار اخلي.