نورالدین ترابي: په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه د ناچاوده توکو قرباني کېږي

د طالبانو تر واک لاندې ‏له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر نورالدین ترابي وایي، په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه د ناچاودو توکو په چاودنو کې قرباني کېږي، چې لویه برخه یې ماشومان جوړوي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سې شنبه (د وري ۲۶مه) د ماین‌پاکۍ نړۍوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې کړې دي.

‏له طبیعي پېښو سره د طالبانو د مبارزې ملي ادارې مشر ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان خاورې یوه لویه برخه په ناچاوده توکو ککړه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا تېره پنجشنبه هم د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله یوه ۱۱ کلنه ماشومه وژل شوې وه او ۴ ماشومان ټپیان وو.
‏ښاغلي ترابي له کورنیو او بهرنیو سازمانونو غوښتنه کړې، چې د ماین‌پاکۍ په برخه کې لېوالتیا وښيي او خپل کارونه چټک کړي.
هغه هغو موسسو ته چې په افغانستان کې د ماین‌پاکۍ په برخه کې کار کوي، د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د سره صلیب نړۍوالې کمیټې هم د ماینونو او چاودېدونکو توکو د ګواښونو د پوهاوي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې په ۲۵۱ چاودنو کې د ۴۳۴ ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۵۶۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له طبیعي پېښو سره د طالبانو د مبارزې ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام مشر نورالدین رستم‌خېل هم په دغې ناسته کې ویلي، چې تر اوسه په هېواد کې ۳ زره او ۹۹۳ سیمې له ماینونو او ناچاودو توکو پاکې شوې دي.
‏نوموړي زیاته کړې، چې اوس‌مهال د هېواد په یو زر او ۱۵۰ سیمو کې لا هم د ماینونو ګواښ شته او نړۍواله ټولنه دې له سیاسي مسلو پرته د ماین پاکۍ پروګرام ملاتړ وکړي.
له بل پلوه په دغه ناسته کې د طالبانو‏⁧‫ ‏د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د خپلې وینا پر مهال په پاکستان کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه ویلي:« په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو سره هر ډول ناوړه چلند به زموږ راتلونکې اړیکې اغېزمنې کړي.»
ښاغلي نظري یو وار بیا د افغانستان د شتمنیو کنګلول ناعادلانه او د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه وبلله او د هغو د ازادېدو غوښتنه یې کړې ده.