له خبریالانو ملاتړ سازمان: په پاکستان کې د افغان خبریالانو نیونې د دوی وضعیت لا اغېزمنوي

‏د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان په پاکستان کې د مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو نیونې د خبریالانو وضعیت لا اغېزمنوي.

دغه اندېښنې له هغه وروسته څرګندېږي، چې همدا تېره ورځ پاکستاني پولیسو د فرشته سدید په نوم یوه افغانه خبریاله نیولې.
دغه سازمان په دې تړاو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د له پاکستاني حکومته غوښتي، چې فرشته سدید دې ژر تر ژره خوشې کړي او له افغان کډوالو سره دې د نړۍوالو اصولو او بشري حقونو پر بنسټ چلند وکړي.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پولیسو د دوشنبې په ورځ افغانه خبریاله فرشته سدید له خپل کور څخه نیولې او د جبري ستنېدونکو کډوالو د ساتنې مرکز «حاجي کمپ» ته یې بېولې ده.
د نوموړې کورنۍ وایي، چې هغه به د ډېپورټ کېدو په صورت کې طالبان ونیسي.
د هغې د کورنۍ یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط د افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې فرشته سدید د ویزې په برخه کې یو کال جریمه شوې وه؛ خو نوموړې د فرانسې سفارت اسناد لري، چې د نیول کېدو پرمهال یې پولیسو ته ښکاره کړي هم وو.
‏د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، چې د افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د خبریالانو پر وړاندې د پاکستاني پولیسو دغه ډول کړنې د کډوالو د حقونو، بیان ازادۍ، بشري حقونو او د ژورنالېزم پر وړاندې ښکاره ګواښ دی.
خبرپاڼه کاږي، افغان خبریالان چې له هېواده د وتلو اصلي لامل یې د طالبانو له‌خوا پرې تپل شوي ګواښونه او محدودیتونه وو؛ اوس په درېیمو هېوادونو کې له ناامنۍ، حقوقي ستونزو او ناوړه چلندونو سره مخ دي.
دغه سازمان یو وار بیا له هغو سفارتونو او نړۍوالو بنسټونو چې د افغان خبریالانو قضیې ورسره ثبت دي؛ غوښتي چې د دوی د لېږد بهیر چټک کړي.
د خبرپاڼې له مخې: «دا ډېره مهمه ده، چې خبریالان ژر تر ژره امنو هېوادونو ته ولېږدول شي؛ ترڅو د هغوی ژوند او راتلونکی له ګواښه خوندي شي.»
دغه سازمان یو وار بیا پر نړۍوالۍ ټولنې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بیان ازادۍ مدافع بنسټونو او د خبریالانو پر ملاتړو غږ کړی، چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب، حقوقي ملاتړ او نړۍوالو پناه‌ورکونکو برنامو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې خپلې هڅې پراخې کړي.