کرزي په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملکیتونو پر ضبطولو خواشیني وښوده
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور ایستلو او د هغوی د شتمنیو پر ضبطولو خواشیني څرګنده کړې ده. کرزي پر پاکستان غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډیتوب او نړیوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.
په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج دویمه څپه پیل شوې او د هغوی د ملکیتونو د ضبط کیدو راپورونه ورکړل شوي، پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکسپاڼه کې د یو یادښت په خپرولو سره پر نړیوالو موسسو، افغان سوداګرو او پانګوالو غږ کړی چې د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره مرستې وکړي.
کرزي د کډوالۍ د عواملو پر له منځه وړلو او په ځانګړې توګه د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانیستلو پر اړتيا هم ټينګار کړى دى.
کرزي لیکلي: «ټول هغه عوامل چې له هیواد څخه د کډوالۍ لامل کیږي، په ځانګړې توګه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز باید له منځه یوړل شي، څو هیڅوک له هیواده وتلو ته اړ نه شي او افغان کډوال په خوښۍ سره خپل هیواد ته ستانه شي.»
د راپورونو له مخې، د بې اسنادو کډوالو د اخراج د دویم پړاو له پیل راهیسې د تورخم له لارې په لسګونو زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
په دې وروستیو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هم له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج زیاتیدو ته په غبرګون کې ویلي و چې په دغو هیوادونو کې افغانان له ځورونې او د ملکیتونو له غصب سره مخامخ دي.