پاکستان د سېشنبې په ورځ د تورخم له لارې ۱۴۱۱ افغان کډوال افغانستان ته په جبري ډول لېږلي
د پاکستان حکومت د رسمي شمېرو له مخې، دغه هېواد د سېشنبې په ورځ د تورخم له لارې ۱۴۱۱ افغان کډوال افغانستان ته په جبري ډول لېږلي دي. راپورونه وايي، چې یاد کسان د ۲۵۲ کورنیو غړي وو.
په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې په دغو ستنو کړای شویو کې ۴۷۰ تنه (ACC) کارت درلودونکي او ۱۰۴۲ تنه یې بې اسناده افغان کډوال وو.
خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې یاد کډوال په پښتونخوا، پنجاب او کشمیر ایالتونو کې د عملیاتو پر مهال نیول شوي او خپل هېواد ته بېرته لېږدول شوي.
د معلوماتو له مخې، د کډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې تر دې مهاله نېږدې ۳۹ زره افغانان چې شاوخوا ۲۰ زره یې د (ACC) کارت لرونکي او له ۱۷ زرو زیات بې اسناده کډوال افغانستان ته د تورخم له لارې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.
د کډوالو نړۍوال سازمان وایي، چې دې هېوادونو ۵۴ سلنه کډوال په جبري توګه شړلي دي او په پاکستان کې به د ۲۰۲۵ کال تر پایه د افغان کډوالو اېستل شاوخوا ۱.۶ مېليونه کډوال او ای سي سي کارت لرونکي اغېزمن کړي.
بلخوا بیا په پاکستان کې د افغان کډوالو د ټولنې مشر محمد تادین خان د دغه هېواد په فډرالي حکومت غږ کړی، چې په جبري توګه د افغان کډوالو اېستل د ستونزو د حللاره نه ده.
نوموړي ویلي، چې حکومت دې د متقابل تفاهم او خبرو له لارې ستونزې حل کړي.
د یادولو وړ ده، چې د پاکستان حکومت له خوا د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام په ډېرې چټکۍ روان دی او هره ورځ سلګونه او رزګونه افغانان د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او نورو لارو څخه بېرته افغانستان ته ستنول کېږي.