فرانسې هم د طالبانو لهخوا په عام محضر کې د څلورو کسانو د مرګ سزا وغندله
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو لهخوا په عام محضر کې د څلورو کسانو د مرګ سزا وغندله. د طالبانو سترې محکمې تېره جمعه په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې څلور کسان د خلکو د سترګو په وړاندې «قصاص» کړل.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اعدامونه د طالبانو لهخوا د بشري حقونو په سرغړونو کې راځي.
خبرپاڼه کاږي، چې د طالبانو دغه ډول کړنې ټول افغانان او په ځانګړې توګه افغان ښځې او نجونې اغېزمنوي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې فرانسه د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې د مرګ له سزا سره خپل مخالفت یو وار بیا تکراروي او د خپلو شریکانو سره یوځای د افغانستان د خلکو د بنسټیزو ازادیو لپاره پر خپلو نه ماتېدونکو ژمنو ټینګار کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر هم د طالبانو لهخوا په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې د څلورو کسانو د اعدامولو په غبرګون کې ویلي و: «د مرګ سزا په بنسټیز ډول د بشري حقونو پر ضد تر ټولو سخت عمل دی او د طالبانو دغه ډول کړنې د جرم په مخنیوي کې هم اغېز نه لري.»
خو بیا د طالبانو مشر ملا هبتالله په فراه، نیمروز او بادغیس کې د بشري حقونو او نړۍوالو سازمانونو هغه څرګندونې وغندلې، چې د دغه ډلې دا کړنې یې «ظالمانه» بللې وې.
د طالبانو مشر ویلي و؛ که سر یې هم ځي، د خدای د حکمونو له پلي کېدو نه تېرېږي.
ملا هبتالله د خپلې وینا پر مهال په ټینګار سره یادونه کړې، چې د شرعي حکمونو پلي کېدو پر سر هېڅ ډول معاملې ته چمتو نه دی او د «قصاص» په ګډون به ځیني نور اسلامي حکمونه په ښه شان سره پلي کړي.
پر طالبانو له نړۍوال فشار سره سره دغې ډلې په عام محضر کې خلکو ته سزاګانې روانې ساتلې او وايي، چې په خپل دغه کار سره د شریعت ښه تطبیق کوي.