په هېواد کې پر هنري فعالیتونو بندیزونه؛ د «افغانستان هنر اوونۍ» کمپاین پیل شو

په داسې حال کې چې په کور دننه د طالبانو له‌خوا پر یو شمېر هنري فعالیتونو سخت بندیزونه لګېدلي، د هنر نړۍوالې ورځ سره سم په جلاوطنۍ کې یوه بنسټ د «افغانستان هنر اوونۍ» تر سرلیک لاندې یو کمپیان پیل کړی دی.

د «بامداد-خانه شعر» په نوم جلاوطنه بنسټ د ټولنیزو شبکو له لارې په یوه خپاره کړي بیان کې له ټولو افغان هنرمندانو، لیکوالانو، شاعرانو او روڼ‌اندو غوښتي، چې د «افغانستان د هنر اوونۍ» په کلتوري کمپاین کې ورسره برخه واخلي.

په بیان کې ویل شوي، چې دا کلتوري بهیر د افغانستان د هنر او هنرمندانو د درناوي په موخه او په وروستیو کلونو کې د هېواد پر کلتوري او هنري ټولنې د طالبانو د ځپونکو محدودیتونو په غبرګون کې پیل شوی دی.

د دغه پروګرام جوړونکي پر دې باور دي، چې په اوسني ناوریني وضعیت کې هنر کولای شي د اعتراض په ژبه هغه تیاره چې نن سبا یې پر هنر، لیکنې، ادب او کلتور تر بل هر وخت ډېر سیوری غوړولی، رڼا خپره کړي.

په بیان کې د افغانستان له فرهنګي شخصیتونو څخه غوښتنه شوې، چې د کتابونو پېژندلو، شعرونو ویلو، د مقالو خپرولو او نورو پروګرامو له لارې په هېواد کې د شته بندیزونو او محدودیتونو پر وړاندې خپل اعتراضي غږ پورته کړي.

دا پروګرام داسې مهال پیلېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د هنر او ادب برخه تر بل هر وخت ډېره سانسور او ځپل شوې ده او تر ډېرې کچې د طالبانو له اجازې پرته هنري او ادبي فعالیتونو ته اجازه نه ورکول کېږي. همداراز ادبي غونډې او مشاعرې هم د طالبانو د اوصافو لپاره ځانګړې شوې دي.

د یادونې ده، چې څو ورځې مخکې د نارنج ګل مشاعري یو شمېر ګډون‌والو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ګډون‌والو شعرونه د دغې ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یوې ټاکل شوې کمېټې په خوښه‌ انتخاب شوي وو.