د طالبانو قاضي القضات وايې چې ددوی زندانونه باید د مدرسو په څېر وي

د طالبانو د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني په فراه ولایت کې له طالب مسوولینو غوښتي، چې «زندانونه د اصلاحي مدرسو» په څېر جوړ کړي څو مجرمان پکې اصلاح شي. نوموړي طالب مسوولینو ته ویلي، چې خلکو ته په خدمت هغوی د ځان تابع جوړ کړي.

د طالبانو سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني د سې شنبې په ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته تللی او هلته یې له ملکي او نظامي طالب مسوولينو سره ناسته کړې.

نوموړي له مسوولينو غوښتې، چې زندانونه د مدرسو په څېر په اصلاح ځایونو بدل کړي.

حقاني زياته کړې، چې زندانیان باید له بند وروسته د فاسدینو په څېر ټولنې ته وړاندي نه شي.

هغه ویلي: «زموږ بنديخانې باید داسې وي لکه مدارس، هغه باید د خلکو د تربيې او تعلیم لپاره ځایونه شي، په بندیخانو کې باید خلکو ته ښه تربیه ورکول شي، د بندیخانې څخه، چې بندیان راوځي باید مصلح سړی وي، داسې نه وي چې د هغه ځایه دی مفسد سړی را ووځي.»

عبدالحکیم حقاني له طالب مسوولینو غوښتي، چې د خلکو په خدمت او کار کولو سره باید هغوی د ځان تابع وګرځوي.

هغه زياته کړې: « عوام خلک د ځانه څخه راضي کړئ، د هغو سره ښه کردار وکړئ، په ښو اخلاقو خلک د ځان تابع کړئ، بیا به دا خلک د دې حکومت او مسوولینو تابع ګرځي.»

طالبانو په وار وار په خپل منځي برخه کې هم د مشرتابه د فرمان، امر منلو او پر اطاعت کولو ټينګار کړی.

د طالبانو مشر د اختر په پيغام کې هم له ملکي او نظامي مسوولينو غوښتي و، چې د ده امر باید ومنل شي.