د روغتیا نړۍوال سازمان: ۱۰ سلنه افغانان به له روغتیايي خدماتو بېبرخې شي
د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د روان کال تر پایه به لس سلنه افغانان له روغتیايي خدمتونو بېبرخې شي. د دغه سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې ۲۲۰ نور روغتیایي مرکزونه هم د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې د امریکا د بهرنیو مرستو په کمېدو سره د روان کال له پیل راهیسې شاوخوا درې مېلیونه کسان د ۳۶۴ څخه د زیاتو روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو له امله له روغتیايي خدماتو بېبرخې شوي دي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازی ادوین سنیزا سالوادور په کابل کې د فرانسې له خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: «د افغانستان روغتیایي سیستم له مخکې هم د اندېښنې وړ و او اوس هم په ټول توان سره مقاومت کوي. که دغه مالي تشه جبران نه شي، وضعیت به تر دې هم بدتر شي.»
نوموړي دغه راز په خپلو خبرو کې د ډینګې، ملاریا او سل په څېر ناروغیو د خپرېدو د زیاتوالي او د واکسیناسیون د کچې د کمېدو ګواښونو ته هم اشاره وکړه.
د نوموړي په خبره: «روان وضعیت کولی شي دوه درې مېلیونه نور کسان هم له روغتیایي خدماتو بې برخې کړي. د بودیجې له پرې کېدو سره مالي سرچینو هڅې وکړې، چې تشه ډکه کړي خو د امریکا د مرستو د کمېدو له امله دغه تشه ډېره لویه وه.»
دا په داسې حال کې ده، چې امریکا د طالبانو لهخوا د مرستو د ناوړه استفادې له امله د خپلو مرستو ډېره برخه بنده کړې ده.
د افغانستان روغتیايي سیستم چې د لسیزو جګړو له امله ډېر کمزوری شوی، اوس له هغو هېوادونو څخه دی چې د ماشومانو او میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.
د نړۍوالو مرستو وضعیت تر هغه وروسته لا پسې خراب شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د متحده ایالاتو د نړۍوالې پرمختیا ادارې د منحلېدو او د روغتیا له نړۍوال سازمان سره د همکاریو د کمېدو امر وکړ.
دغه اداره د ۴۲.۸ مېلیارد ډالرو کلنۍ بودجې سره، د ټولو بشردوستانه مرستو ۴۲ سلنه برخه برابروله او اوس یې ۸۳ سلنه بشردوستانه پروګرامونه لغوه شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان هڅه کوي، چې د ماشومانو د واکسین کولو له لارې د ګوزڼ ناروغۍ چې اوس یوازې په افغانستان او پاکستان کې پاتې شوې، له منځه یوسي.
له دې سره، یوناما له نړۍ والو هېوادونو څخه غوښتنه کړې، چې د روان کال لپاره د ۲۲.۹ مېلیونو اړمنو افغانانو د مرستې ملاتړ ته دوام ورکړي.