ملګري ملتونه: د افغان کډوالو له جبري اېستنې سره ۱۷‌ مېرمنو په صفري نقطو کې ماشومان زېږولي

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، چې د روان کال د اپرېل له پیل راهیسې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ستنېدنې د دویم پړاو پرمهال ۱۷ مېرمنو په صفري نقطو کې په خوندي ډول ماشومان زېږولي دي.

د دغه سازمان له‌خوا په خپاره شوي راپور کې د سلما په نوم د یوې افغان کډوالې کیسه هم راغلې.
سلما د ننګرهار ولایت ده؛ خو له ۱۵ کلونو راهیسې یې له خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ژوند کاوه.
هغه د هغو کسانو په ډله کې وه، چې د پاکستان له‌خوا د افغانانو د جبري بېرته ستنولو پرمهال افغانستان ته ستنه کړل شوه.
د سلما لپاره له پاکستان نه د اېستلو مسله د حیرانتیا خبره وه او هغې دا تمه نه لرله، چې هغه به افغانستان ته د بېرته ستنېدو سره سم یو نوی ژوند وزېږوي.
سلما د ۳۸ اونیو مېندواره وه، کله چې هغې له پاکستان څخه د افغانستان خواته روان شول.
سلما وایي: «دا زما لپاره یو ستونزمن سفر و؛ ځکه چې زه د ۳۸ اونیو مېندواره وم.»
هغې وویل: «ما وېره لرله او نه پوهېدم، چې څه وکړم؛ خو له نېکه مرغه روغتیایي کارکوونکي د طبي مرستو چمتو کولو لپاره راغلل. دوی زه د تورخم صفري نقطې کې د ملګرو ملتونو له‌خوا ملاتړ شوي روغتیایي مرکز ته یوړم.»
په دغه روغتیایي مرکز کې روغتیاپاله صدیقه وایي، که څه هم د سلما خپل وضعیت ښه نه و؛ خو هغه مهال نوموړې تر ځان ډېره د خپلې کورنۍ د هغو غړو په اړه اندېښمنه وه، چې په پاکستان کې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وایي، چې د خپلو شریکانو سره او د انګلستان د حکومت په ملاتړ چمتو دي، چې په سرحدونو کې د مور او نوي زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې او رواني ټولنیز ملاتړ خدمتونه چمتو کړي؛ ترڅو د زیان منونکو خلکو او په ځانګړې توګه د مېرمنو، نجونو او ځوانانو ملاتړ وکړي.

خو سلما اوس په افغانستان کې د سرپناه د نشتوالي له امله اندېښمنه ده.
سلما وایي: «موږ لا تر اوسه د ژوند کولو لپاره سرپناه نلرو او زه اندېښمنه یمه، چې موږ به اخر چېرې ځو. د دغه بد وضعیت سره، سره زه د خپل نوي زېږېدلې ماشومې راتلونکې لپاره فکر کوم او په خپل هېواد کې د خپلې کورنۍ لپاره د ښه ژوند دعا کوم.»
د کډوالۍ نړۍوال سازمان د راپور له مخې، د روان کال (د مارچ له ۲۳مې) څخه (د اپرېل تر ۵ مې) پورې له پاکستان او ایران څخه له ۱۳۰ زرو ډېر کسان افغانستان ته تللي دي. له دغې شمېرې څخه له ۶۴زرو ډېر کسان یې له پاکستانه تللي دي، چې د ستنېدو پرمهال ځینې مېرمنې مېندواره وې.