د سپینې ماڼۍ ویانده: ټرمپ نه غواړي چې ایران اټومي پروګرام ولري
د سپینې ماڼۍ ویاندې د سېشنبې په ورځ وویل، د امریکا ولسمشر نه غواړي چې ایران کوم اټومي پروګرام ولري. نوموړې دغه څرګندونې د هغې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا امریکا غواړي د ایران اټومي پروګرام په بشپړ ډول له منځه یوسي، که یوازې د یورانیمو غني کولو او توغندیو پروګرامونه محدودوي.
کارولین لیویټ زیاته کړه، چې ټرمپ نه غواړي ایران اټومي وسلې ترلاسه کړي او په دې مسله کې د هغه دریځ خورا روښانه دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې د ایران پر وړاندې د اعظمي فشار کمپاین د دوام اعلان وکړ، په داسې حال کې چې دا یې هم وویل، د امریکا ولسمشر لا هم له تهران سره خبرې اترې او ښکیلتیا غواړي.
هغې د عمان له سلطان هیثم بن طارق سره د ډونالډ ټرمپ د ټلیفوني خبرو په اړه وویل، چې د امریکا ولسمشر د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د لومړۍ "مستقیمې غونډې" کوربه توب ستاینه وکړه او "د خبرو اترو له لارې د ایران د اټومي پروګرام د پای ته رسولو اړتیا" باندې یې ټینګار وکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر او وفاع وزیر ویلي و، چې که د امریکا او ایران ترمنځ خبرې بې پایلې وي، نو نورې ګزینې هم د مېز پر سر دي.
که څه هم امریکایي چارواکي ډېری پوځي ګزینې ته اشاره کوي، خو د دغه هېواد دفاع وزیر پیټ هېګسېټ هیله څرګنده کړه، چې پوځي اقدام ته اړتیا نه وي.