طالبان: د افغانستان پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لرو او یوه ډبره هم د بل چا لاس کې نه‌ده

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري وایي، چې دغه ډله د افغانستان پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري او د هېواد یوه ډبره هم د بل چا لاس کې نه‌ده. نوموړي دا څرګندونې د کابل د کوهدامن سیمې اړوند قومي مشرانو سره په یوې لیدنه کې کړې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون راپور ورکړی، چې په دې لیدنه کې دغو قومي مشرانو په ټينګار سره ویلي، چې دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي څو د افغانستان امنیت اخلال کړي.
ملا نورالله نوري ویلي: «د افغانستان د خاورې یوه ډبره هم د بل چا په لاس کې نه ده، طالبان پر ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري.»
په راپور کې د کوهدامن د قومي مشرانو له قوله ویل شوي، چې تېر ۲۰ کاله د خلکو هېڅ هم خوندي نه وو او د حکومت واګې د بل په لاس کې وې.

په راپور کې بیا هېڅ کوم هېواد ته اشاره نه ده شوې.
یاد طالب چارواکی په داسې حال کې د افغانستان د بشپړ حاکمیت خبرې کوي، چې څه موده مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و، چې اوس پر افغانستان یوازې یوه ډله واکمنه ده.
سېدعباس عراقچي ویلي و، له طالبانو مخکې «د افغانستان بېلابېلې سیمې د مختلفو ډلو په واک کې وې، خو اوس دغه هېواد د طالبانو په واک کې دی او امنیت هم ټینګ دی.»
یاده دې وي، چې له دې مخکې هم طالب چارواکو ویلي و چې افغانستان یو خپلواک او ازاد ملي حاکمیت لري او د هېچا تر اغېز لاندې نه‌دی.
دوی په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د مولوي عبدالکبیر او یعقوب مجاهد په ګډون یو شمېر طالب چارواکو په وار-وار ویلي، چې د دې ډلې حکومت داسې امکانات نه لري، څو د افغانستان پر هوایي حریم د بې‌پیلوټه الوتکو د ګرځېدو مخه ونیسي.
اخوا، د پاکستان په ګډون بیا د سیمې یو شمېر هېوادونه پر طالبانو تور لګوي چې دغې ډلې په خپله خاوره کې بهرنیو ترهګرو ډلو ته پټن‌ځایونه ورکړي دي.