ملګري ملتونه:پر ښځو د طالبانو بندیزونه به د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالر زیان ورسوي

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په خپل راپور کې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر ښځو او د هغوی پر کار کولو د محدودیتونو او سختو تګلارو زیاتېدل به په راتلونکو دوو کلونو کې د افغانستان اقتصاد ته یو میلیارد ډالره زیان ورسوي.

دغه سازمان وايي، ښځې په عامه ژوند کې د ګډون، خوندي کار کولو، ټولنيزو چوپړتیاوو ته د لاسرسي او له کور څخه بهر له زياتېدونکو سختو تګلارو سره مخ دي.

د دغې ادارې په راپور کې راغلي، چې د طالبانو له راتګ مخکې په افغان امنیتي ځواکونو کې د ښځو ونډه ۱۹سلنه وه. خو دا شمیره په ۲۰۲۱ کال کې د پام وړ کمه شوه، او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ ترمنځ، د ښځو د کارموندنې کچه یوازې ۶ سلنې ته راټيټه شوې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې زیاته کړې، افغانستان د اقلیمي بدلون، د خوراکي توکو نه خوندیتوب، کمزوری معیشت او اړینو خدماتو ته د محدود لاسرسي په ګډون له ګڼو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی چې دغو بحرانونو ښځې په ځانګړې توګه زیانمنې کړې دي.

دغه سازمان وايي، په ورته وخت کې یې د بنسټیزو سرچینو په مرسته په افغانستان کې ۸میلیونه ښځو ته د کارموندنې او بنسټیزو خدمتونو او زیربناوو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

یاد سازمان زیاتوي، چې د ښځو په مشرۍ یې د کوچنیو او منځنیو کاروبارونو، د اقلیم د بدلون له خطرونو سره د ټولنې د مقاومت او د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې د کروندګرو ملاتړ کړی دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په راپور کې ویل شوي، چې تېر کال دغې ادارې د ښځو د ټولنیزې-اقتصادي پیاوړتیا لپاره څلور میلیونه ډالره مستقیم او ۳۴میلیونه ډالر په غیر مستقیم ډول لګولي دي.