سعودي عربستان یو افغان وګړی اعدام کړ

عربي رسنۍ «نیو عرب» راپور ورکړی، چې د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ مکه کې یو افغان وګړی اعدام کړی. خبر زیاتوي؛ دغه کس بادشاه قول سلیماني نومېږي، چې د هیرویینو په قاچاق تورن شوی و.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، سلیماني سعودي عربستان ته د قاچاق لپاره د هیرویین کڅوړې د بدن دننه تېرې کړې وې او هڅه یې دا وه، چې د بدن له لارې دغه کڅوړې قاچاق کړي.
راپور کاږي، چې تر څېړنو وروسته نوموړی په ​​رسمي ډول د سترې محکمې له‌خوا په اعدام محکوم شوی او وروسته د اعدام د ترسراوي لپاره شاهي حکم هم صادر شو.
د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، چې د نوموړي اعدام د نشه‌یي توکو په وړاندې د دغه هېواد سخت دریځ په ډاګه کوي او «د نشه‌یي توکو له بلا څخه د خپلو خلکو د خوندیتوب» پر ژمنې ټینګار کوي.
دغه وزارت زیاته کړې، چې حکومت به د نشه‌یي توکو قاچاق وړونکو او وېشونکو په وړاندې سختې سزاګانې وضع کړي.
دغه وزارت خبرداری ورکړی، هرڅوک چې دغه جرم ترسره کړي؛ نو له قانوني سزا سره به مخ شي.
د اعدامونو په برخه کې سعودي عربستان تل د نړۍوالو تر نیوکو لاندې دی.
تر دې وړاندې هم د بشري حقونو ډلو ریاض تورن کړی، چې د مخالفینو د ځپلو او د لاریونونو د مخنیوي لپاره د مرګ له سزا کار اخلي.