پښتونخوا کې پر یو مساپر وړونکي موټر د کانټینر چپه کېدو پېښه کې ۱۰ تنه مړه شوي

د پښتونخوا ایالت د اطلاعاتو دفتر په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د کرک ولسوالۍ لکي غونډګۍ ته نږدې د انډس پر لویه لار په یوه مساپر وړونکي موټر د کانټینر چپه کېدو په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې یاد مساپر وړونکی موټر له میرانشاه څخه د پېښور پر لور روان و، چې د یوې لارۍ څخه پرې کانټینر راپروت.

ویل کېږي، چې په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د بېړنیو مرستو ادارې ایکسپریس نیوز ته وویل: «په موټر کې ۱۶ تنه مساپر سپاره وو، چې ۱۰ تنه یې ځای پر ځای مړه شوي او ۶ نور ټپیان دي.»

دغې ادارې زیاته کړې، چې په ټپیانو کې د دریو روغتیایي حالت نازک او د اندېښنې وړ دی.

د پښتونخوا والي فضل کریم کنډي په دغه پېښه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې د زیانمونو شویو کورنیو سره په دغه غم کې ځان شریک بولي.

د پښتونخوا د لویو لارو د کنټرول ادارې د یادې پېښې لامل د کانټينر لېږدونکي موټر بې احتیاطي په ګوته کړې ده.