ولې خلک په اړيکو کې خیانت کوي؟

مسکا سنګر نیازۍ
مسکا سنګر نیازۍ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریاله

که تاسو د خیانت قرباني شوي یاست، نو بې له شکه چې د سختو احساساتي کړاوونو سره به مخ یاست. حتما به مو دا پوښتنې ذهن ته راځي، چې ما څه تېروتنه کړې؟ ماسره یې ولې خیانت وکړ؟ زما مینه کې څه کمی و؟ یا هم په ما کې څه کمی و؟ دا دردونکې پوښتنې پای نه لري، خو رښتیا هم، خلک ولې خیانت کوي؟

څېړنې ښيي. چې تر ۴۰ سلنه زیات واده شوي کسان د خیانت له امله اغېزمنېږي.

یوه څېړنه چې ۴۹۵ کسانو پکې برخه اخیستې وه، ښیي چې دغه اته لاملونه د غوسې، په ځان د کمزوري باور، د مینې د کمښت، د بې‌وفایۍ، د بدلون غوښتنه، د بې‌پروايۍ، جنسي خواهشاتو او فرصت د دې لامل کېږي، چې خلک په اړیکو کې خیانت وکړي.

فردي ستونزې: ځیني خلک د خپلو شخصي ستونزو له امله خیانت ته مخه کوي لکه:

  • رواني ناروغۍ یا اعتیاد: شراب، نشه، قمار یا جنسي اعتیاد.
  • له ماشومتوبه نامناسبې اړیکې: بدچلند، بې پروایي، یا د مور او پلار ترمنځ د خیانت لیدل.
  • شخصیتي اختلالات: ځان پر نورو لوړ ګڼل او د نورو د احساساتو نه درک کول.
  • پخوانی خیانت: هغه څوک چې یو ځل یې خیانت کړی، ښايي دا چاره بیا تکرار کړي.
  • په ځان کمزوری باور: ځینې خلک د ځان ارزښت د نورو له ستایلو یا مینې سره تړي.

د اړیکې دننه ستونزې: ځیني وخت په اړیکو کې داخلي مسایل هم د خیانت لامل کېږي لکه:

  1. فزیکي یا عاطفي بې‌ارتباطي
  2. خراب یا کمزوری ارتباط
  3. مالي فشارونه
  4. احساساتي بې‌احترامي
  5. د غلطو دلایلو له مخې واده

اصلي لاملونه

ناخوښي یا نارضایتي: له جنسي یا عاطفي اړخه نه پوره کېدل.

بې ارزښته احساس: کله چې یو لوری فکر کوي د ژوند د ملګري له خوا ورته پاملرنه نه کېږي.

بی‌وفایي: کله چې یو لوری ژمن نه وي.

بدني تصویر یا عمر: د ځوانۍ، جذابیت یا "لا هم قدرت لرم" فکر.

بدله اخیستل: د خیانت په بدل کې خیانت یا له درد څخه د خلاصون هڅه.

انټرنټ او ټولنیزې رسنۍ: د اسانه اړیکو رامنځته کول.

فرصت: د مسافرۍ یا جلاوالي پر مهال موقع برابرېدل.

که له خیانته اغېزمن شوي یاست

یوازې تاسو مسؤل نه یې چې ستا ملګري یا ملکرې خیانت کړی.

دا د هغه یا هغې انتخاب و او ته باید د خپل ارزښت احساس وساتې.

زموږ ټولنه کې ډېر خلک له خیانته وروسته ځان ملامتوي، خو داسې باید ونه شي.

که چیرې خیانت درسره شوی داسې حال کې مشوره اخیستل تاسو سره ډېره مرسته کولی شي چې تاسو خپل عادي حالت ته راوګرځوي.

ایا اړیکه تر خیانت وروسته ژغورل کېدای شي؟

هو، څېرنې ښیي چې ځینې اړیکې د خیانت وروسته لا پیاوړې شي.

که دواړه لوري ریښتینی عزم، زغم او درک ولري.

که څه هم دا پروسه اسانه هم نه ده، خو بخښنه، صبر او رښتینی بدلون ضرور دي.

که څه هم خیانت یو دردناک حقیقت دی، خو له دې تجربې زده کړه او که شونې وي، نو دواړه لوري باید د ځان او یو بل لپاره د ودې هڅه وکړي، که نه نو له عزت او درناوي سره یو بل ته مخه ښه کول پکار دي، درناک به وي خو د دواړو په ګټه به وي.