طالبانو په پکتيا پوهنتون کې د مولوي هبت الله د فرمانونو د تطبیق ارزونه پيل کړې

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت په پکتیا پوهنتون کې د خپل مشرتابه د «فرمانونو او احکامو» د تطبیق ارزونه پيل کړې. وزارت د دغه پوهنتون له استادانو او مسوولینو څخه غوښتي چې د دندو پر مهال «صورت او سیرت» په اسلامي شریعت برابر کړي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ادارې امریت مسوولینو د سې شنبې په ورځ د پکتیا پوهنتون استادانو او مسوولینو څخه د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د فرمانونو د عملي کولو ارزونه پيل کړې.

د طالبانو د دغه وزارت د دعوت او ارشاد امر محمدخان روحاني هم نن د پکتیا پوهنتون له بیلابیلو څانګو څخه لیدنه کړې ده.

نوموړي له استادانو، مسوولینو او کارکوونکو څخه غوښتي، چې «د دندې پر مهال د دنیا او اخرت د نېکمرغۍ لپاره صورت او سیرت په اسلامي شریعت برابر کړي.»

طالبانو استادانو ته دارزونې فورمې هم ورکړي، څو معلومه کړي، چې په پوهنتون کې څو سلنه د طالبانو د مشر فرمانونه عملي شوي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لورې د فرمانونو د عملي کولو د ارزونې فورمه
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت له لورې د فرمانونو د عملي کولو د ارزونې فورمه

یو شمېر محصلان داسې اټکل کوي، چې طالبان به تر ښوونځیو وروسته د پوهنتونونو محصلان هم پګړۍ وهلو او د جامو اغوستن ته اړباسي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم دوې اونۍ وړاندي د پوهنتونونو له مسوولینو سره په ناسته کې د ناسمو رواجونو د مخنيوي په برخه کې د هبت الله له لوري د توشیح شوي فرمان پر عملي کولو ټينګار کړی و.

هغه ویلي و: « د خيښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنيوي په اړه د مشرتابه نوی توشیح شوی فرمان باید عملي او د مشرتابه ټول فرمانونه د شریعت مطابق او زموږ په خیر دي.»

ډېری کسان د طالبانو امربالمعروف پر جوړ شوي قانون او د هبت الله پر فرمانونو نیوکه کوي، چې په ټول افغانستان کې يې د خلکو پر ژوند کړۍ تنګه کړې.